د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: د افغانستان په اړه د دوحې له غونډې 'زیاته تمه نلرو'


افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف

د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په نوښت د افغانستان په اړه د قطر په پایتخت دوحه کې د جوړیدونکی غونډې په درشل کې ویلي، چې ددې غونډې څخه ډیره تمه نلري.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تاس خبري اژانس ته ددې غونډې په اړه ویلي:" مونږ هیڅ زیاته تمه نلرو، ځکه چې د کوم څه چې ګوتیرش یې هڅه کوي او هغه د سیمې د هیوادونو او په ډله ییز ډول د لودیځو هیوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د غوره شوو لارو ترمنځ د یو توازن رامنځ ته کول دي مشکله ده چې داسې توازن رامنځ ته کړی شي".

خو ښاغلي کابلوف په دې غونډه کې خپل ګډون د تائید ترڅنګ ټینګار کړی، چې روسیه به" څرګندې خبرې" وکړي. خو دایې نه دي ویلي، چې دا خبرې به د کومو مسایلو په اړه وي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تیره ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته ویلی، چې په کار نه دي لودیځ د افغانستان په سر د بحث څخه شاته لاړ شي.

ټاکل شوې د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو گوتیرش په کوربتوب د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره یوه غونډه جوړه شي. ملګروملتونو ویلي، چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د مختلفو هیوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي.

ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، دا غونډه به د راروانې می د میاشتې په لومړۍ او دوهمه ورځ په قطر کې جوړه شي.

دوجاریک د اپریل ۱۹ (وري ۳۰) د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خبري ناسته کې وویل، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې آند دی چې د واقعیت، اصولو، ستراتیژیک صبر او انعطاف وړ اصولي تعامل لپاره د چوکاټ رامنځته کول یو بیړنی لومړیتوب دی.

په جرمني کې د باختر د انستیتوت غړی سخي بیراملي وايي، چې طالبان نړۍ سره د تعامل پرته بله لار په مخ کې نلري.

دې وايي، چې د ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې میرمن امینه محمد وروستۍ څرګندونې داښيي، چې نړۍ هم طالبانو سره تعامل ته چمتو ده.

ښاغلي بیراملي وویل:" هم طالبان او هم نړیواله ټولنه متاسفانه ددې پرته بله چاره نلري".

ښاغلي بیراملي وویل، چې ممکن په راتلوونکو ورځو کې د افغانستان په اړه یو څه پرمختګونه رامنځ ته شي او کیدای شي طالبان او د ملګروملتونو په ګډون نړیواله ټولنه د خپلو دریځونو څخه یو څه شاته شي.

XS
SM
MD
LG