د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې هوايي برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي


کوستیانتینیوکا ښارګوټې له روسیې څخه ۱۳ کیلومتره لرې پروت دی او نږدې هره ورځ د روسیې د هوايي بریدونو هدف ګرځي.
کوستیانتینیوکا ښارګوټې له روسیې څخه ۱۳ کیلومتره لرې پروت دی او نږدې هره ورځ د روسیې د هوايي بریدونو هدف ګرځي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ، جمعه اګست نهمه، (زمري ۱۹مه) وویل، چې د ' کوستیانتینیوکا' ښارګوټې پر یوه بازار باندې د روسي‌ ځواکونو برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

کوستیانتینیوکا ښارګوټې له روسیې څخه ۱۳ کیلومتره لرې پروت دی او نږدې هره ورځ د روسیې د هوايي بریدونو هدف ګرځي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر، ایګور کلیمینکو د ټیلیګرام په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې وویل:"په نننۍ برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي."

نوموړي د اور وژونکو هغه عکسونه چې د ویجاړې شوې ودانیو په منځ کې د‌ ژغورنې او مرستو رسولو په حال کې دي، هم خپاره کړي دي.

د فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی، پداسې حال کې چې ځايي اوسیدونکي د برید له سیمې څخه د تیښتې په حال کې وو، امنیتي مسؤلینو د دویم احتمالي برید خبرداری ورکړ. د راپورونوله مخې ، په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو او توپونو د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ددغه برید د غچ اخیستو ژمنه کړې ده. هغه په ټیلیګرام ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "روسیه به د دې وژنو ځواب ورکوي."

دغه برید پداسې حال کې کیږي، چې په همدې ښارګوټې کې د روسیې په یو بل هوايي برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG