د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا روسیې ته د وسلو استولو د تور له کبله د امریکا سفیر احضار کړ


د جنوبي افریقا لپاره د متحده ایالاتو سفیر ویلي چې د وسلو د لیږد څخه معلومیږي چې دا هیواد اوکراین د شخړې په هکله د ادعا برعکس بې پرې ندی.
د جنوبي افریقا لپاره د متحده ایالاتو سفیر ویلي چې د وسلو د لیږد څخه معلومیږي چې دا هیواد اوکراین د شخړې په هکله د ادعا برعکس بې پرې ندی.

د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزارت پدې هیواد کې د متحده ایالاتو سفیر یوه ورځ وروسته تر هغه احضار کړ چې تور یې ولګاوه تیر کال دې هیواد روسیې ته په پټه وسلې استولې دي.

سره لدې چې پریټوریا او واشنګټن ښه ملګري دي خو د متحده ایالاتو سفیر ریوبین بریګیټي جمعه مې ۱۲ (غوایي۲۲) د تیرې ورځې څرګندونو له کبله احضار شو چې ویلي یې و، "په بشپړه توګه د متحده ایالاتو په استخباراتو ډاډه دی چې تیر کال د روسیې په کښتیو کې چې د کیپ ټاون په ښار کې یې لنګر اچولی و، د جنوبي افریقا وسلې بار وې".

د امریکا د دې جګپوړي دیپلومات د څرګندونو په ځواب کې جنوبي افریقا د پلټنو ژمنه کړې خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د سفیر څرګندونو د دواړو هیوادونو اړیکې زیانمنې کړیدي.

د متحده ایالاتو سفیر دا هم ویلي و چې روسیې ته د وسلو په لیږلو سره څرګندیږي چې دا هیواد د اوکراین د شخړې په هکله بې پرې ندی لکه ادعا یې چې کوي.

د جنوبي افریقا حکومت ویلي چې د امریکا د سفیر څرګندونو حیران کړیدي او زیاته کړې یې ده چې پدې هکله به په خپلواکه توګه پلټنې کیږي چې مشري یې یو متقاعد قاضي کوي.

د جنوبي افریقا د جمهور رئیس یو ویاند ونسینټ ماګوینا ویلي چې دواړو هیوادونو د دې موضوع په هکله د سفیر د څرګندونو څخه وړاندې په خصوصي توګه خبرې اترې کړي.

ښاغلي ماګوینا پدې هکله وویل، " له همدې کبله دا مایوسوونکې ده چې د متحده ایالاتو سفیر داسې غیر مؤثر اقدام وکړ چې د موضوع په هکله شوی تفاهم زیانمنوي".

په همدې حال کې د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو اړیکو او همکارۍ څانګې یو ویاند ویلي چې ټاکل شوې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیره به د خپل امریکایي سیال انټوني بلینکین سره د دې موضوع په باره کې خبرې وکړي.

جنوبي افریقا په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له غندلو ډډه کړې ده، د دغه یرغل له کبله مسکو په نړیواله کچه ډېر منزوی شوی دی. جنوبي افریقا ویلي دي‌ چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې ناپیلې پاتې کېږي او د جګړې د ختمولو لپاره خبرې اترې غوره ګڼي.

خو ځینو وروستیو شواهدو ته په کتو، منتقدین اوکراین ته د جنوبي افریقا تمایل په ګوته کوي

په همدې حال کې د جنوبي افریقا دموکراتیک اتحاد چې د واکمن حکومت مهم سیاسي مخالفین دي ویلي چې د متحده ایالاتو دا ټول تورونه د ژورې اندیښنې وړ دي.

د دې اتحاد تش په نامه د دفاع وزیر کوبوس ماریاس ویلي، " که دا ادعاوې ریښتیا وي، دا به د جنوبي افریقا د نړیوالو مسؤلیتونو څخه سرغړاونه او په سوداګرۍ او پانګونې کې تر ټولو د مهمو متحدینو د باور سره خیانت وي".

سره لدې لویدیځ په اوکراین د روسیې د یرغل راپدیخوا کوښښ کوي د کیف لپاره د جنوبي افریقا ملاتړ تر لاسه کاندي، خو د دې هیواد حکومت د مسکو سره خپله ملګرتیا توده ساتلې.

د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیرې د همدې کال په سر کې د خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره دوه اړخیزې خبرې وکړلې او د واشنګټن د خبرداري سره سره یې د فبروري په میاشت کې د روسیې جنګي کښتیو ته اجازه ورکړه چې د دې هیواد سره ګډ نظامي تمرینات وکړي.

جنوبي افریقا د روان کال په لومړیو کې له روسیې او چین سره ګډ پوځي تمرینونه وکړل. تېره میاشت په نیمه شپه کې، د روسیې د کارګو یوه الوتکه، چې لویدیځ پرې بندیز لګولی، د جنوبي افریقا د هوايي ځواکونو مرکز کې ښکته شوه. د دفاع وزارت چارواکو وویل چې الوتکې دپلوماتیک لیکونه [میلونه] انتقال کړل.

د امریکا سفیر دغې قضیې ته په اشارې وویل چې چې د تېرکال د ډسمبر د شپږمې او اتمې نېټو ترمنځ د روسیې د کارګو یوه بېړۍ، چې بندیز پرې لګول شوې، د سایمنز ټاون په سمندري مرکز کې لنګر اچوي او له وسلو او مهماتو ډکېږي او بېرته روسیې ته انتقالېږي

XS
SM
MD
LG