د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل په توگه د زعفرانو تخم ورکړل شوي


د کوکنارو د بدیل په توگه د خوست بزګرانو ته زعفرانو تخم ورکړل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د خوست په پنځو ولسواليو کې پر يو شمېر بزګرانو د زعفرانو ۲۵۰۰ کيلو ګرامه پياز يا تخم وېشل کيږي.

د کرنې او مالدارۍ رياست مسؤلين وایي د زعفرانو قيمت لوړ او د کوکنارو غوره بديل دی او همداشان له زعفرانو څخه په لږ وخت کې کروندګر ډېر عايد ترلاسه کوي.

د خوست کروندګر وايي، چې د زعفرانو د کر او د حاصلاتو راټولو په برخه کې يې ځانګړې روزنه ليدلې. د دوی په وينا کوکنار نه کري، خو له حلالو کښتونو څخه ډېر عايد ترلاسه کول د هر بزګر جدي اړتيا ده.

کروندګر٬ نور عبدالله وويل: ”موږ انشاالله ددې کرلو ته اماده يو. ددې تخم او بزُغلی به يې باسو او نورو کروندګر ته به يې ورکوو. هرڅومره چې موږ کولای شو په خپلو هڅو به دې بوټي ته پراختيا ورکوو.‟

د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسؤلين وايي، چې ددې ولايت په پنځو ولسواليو، اسماعيل خېل او مندوزي، ګربز، تڼي، تريزايي او سپېره کې د پنځو قطعاتو لپاره ۲۵۰۰ کيلوګرامه د زعفرانو تخم وېشي.

ددغه رياست سرپرست انجينر فضل رحيم اشنا تلويزيون ته وويل، د هرې قطعې لپاره، چې نيم جريب ده، ۵۰۰ کيلوګرام د زعفران پياز بېل شوی او دا د لسو کلونو لپاره حاصل ورکوي. هغه وايي، زعفران د کوکنارو غوره بديل دی او له دې لارې به کروندګر په لږ وخت کې ډېر عايد ترلاسه کړي.

انجنير فضل رحيم وايي: ”زعفران په جهاني کچه مارکېټ لري، چين، عرب او ځينې نور ملکونه له افغانستان سره په دې برخه کې قرارداد لري. بله دا چې مشروع نبات دی او د کوکنارو بهترين بديل بلل کيږي.‟

که څه هم په خوست کې کوکنار نه کرل کيږي، خو د زراعت رياست مسؤلينو ويلي، هڅې يې پيل کړي چې د کوکنارو د بديل معيشت کښتونه ترويج او د کرنيزو محصولاتو په زياتېدو سره د خلکو اقتصاد وده وکړي.

XS
SM
MD
LG