د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: د افغانستان په جګړه کې د پاکستان پوځ طالبانو ته لارښوونې کوي


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د ستر درستیز ځانګړې هستې د افغانستان په جګړه کې دغې ډلې ته لارښوونې کوي.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۲ (چنګاښ ۲۱) په خپل فیسبوک کې طالبان په دریو ډلو ویشلي او ویلي یې دي چې د طالبانو "اصلي او روزل شوي ځواکونه" د پاکستان له اردو سره مستقیمې اړیکې لري.

هغه زیاته کړې: "لومړۍ برخه روزل شوي ځواکونه دي چې په مستقیمه توګه د پاکستان د ستر درستیز د هستو له لوري ورته په پېښور، کويټې او نورو سیمو کې لارښوونې کیږي."

ښاغلي صالح دغه راز ویلي چې د طالبانو نور جنګیالي د نظامي کمېسیون تر نوم لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي او "له خلکو څخه د باج له اخیستلو پرته" په جګړه کې هېڅ رول نه لري.

هغه همداشان ویلي "لومړۍ برخه چې د دښمن اصلي قوت دی د روزنې له پلوه له لشکر طیبه سره ډېر ورته‌ والی لري او لشکر طیبه د پاکستان د اردو په رسمي کمپونو کې روزل کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو ویلي دي‌ چې په طالبانو یې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د استخباراتو مشر فیض حمید او د پوځ لوی درستیز یې قمر جاوید باجوه د جولاۍ په لسمه د بندو دروازو تر شا غونډې کې د پاکستان پارلمان ته وویل چې دوی هڅه کوي طالبان یو سیاسي‌ حل ته وهڅوي، خو وویل چې د پاکستان نفوذ په طالبانو باندې مخ په کمېدو دی.

امرالله صالح ټینګار کړی که طالبان لا زیاتې سیمې هم ونیسي خو په افغانستان کې د دغې ډلې حاکمیت ناممکن دی.

تیره ورځ هم ښاغلي صالح ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو په پرمختګ سره د پاکستان د مشرانو په ځانګړي ډول دولتي او ایالتي عناصرو په څرګندونو کې "خوشحالي" لیدل کېږي.

په کابل کې د کاناډا مخکني سفیر کرس الکساندر هم په خپل ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو ډله "د بهرنیانو نیابتي جنګیالي دي چې د پاکستان د اردو لپاره جنګېږي".

پاکستاني چارواکو او طالبانو تراوسه د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې اسلام‌ اباد د طالبانو د ملاتړ په تړاو هر ډول تورونه رد کړي دي. اسلام اباد ټېنګار کوي چې دوی د افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG