د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د دولتي رسنۍ یو شمېر چارواکي تحریم کړل


د ایران د دولتي نشراتي رسنۍ یوه خپرونه
د ایران د دولتي نشراتي رسنۍ یوه خپرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د نشراتي رسنۍ شپږ مقامات تحریم کړل.

د امریکا حکومت لا له وړاندې په دغې رسنۍ باندې د حکومت د سانسور کوونې په فعالیتونو کې د ښکېلتیا له کبله بندیز لګولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه نومبر ۱۶ (لړم۲۵) په یوې اعلامیې کې وویل چې د دغو شپږو کسانو له ډلې څخه یې دوه د تحقیقاتو مسئول دي چې د ایران له امنیتي ځواکونو سره په ګډه ترسره کېږي.

اعلامیه وايي څلور نور یې بیا د ایران حکومت د دولتي رسنۍ مجرب ماموران دي چې په تبلیغاتي دستګاه باندې د دغې رسنۍ د بدلولو لپاره یې ډېر کار کړی دی.

په اعلامیې کې راغلي دي: «د ایران د اسلامي جمهوریت نشراتي رسنۍ د یوې عیني رسنۍ په توګه فعالیت نکوي بلکه د خپلو خلکو په ضد د ایران د ډله ایزې ځپنې او سانسور په کمپاین کې د یوې کلیدي وسیلې په توګه فعالیت کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې دې رسنۍ د ایراني نیول شویو اتباعو، دوه ګوني تابعیت لرونکو او بهرنیانو جبري اعترافونه خپاره کړي چې « په ایران کې د روانو مظاهرو په اړه حقایق تحریف او ناسم معلومات خپاره» کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې امریکا د ایران د خلکو د مظاهرو ملاتړ کوي چې د خپل حکومت سره حساب او کتاب وکړي.

په ایران کې له څه مودې راهېسې د مهسا امیني د مرګ په ضد مظاهرې روانې دي. مهسا امیني د «بې حجابۍ» په تور له نیول کېدو وروسته د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

د امریکا حکومت تېره ورځ هم په یو شمیر ایراني او روسي څیرو او بنسټونو، د اوکراین په جګړه کې له روسیې څخه د ملاتړ له کبله، بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG