د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي تر نږدې ۱۲ کالونو وروسته د سوریې لپاره سفیر وټاکه


سعودي عربستان د څه باندې ۱۲ کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سوریې لپاره نوی سفیر وټاکه.

د سعودي دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې حکومت د سوریې لپاره فیصل بن سعود المجفل د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.

د سعودي د حکومت دا پریکړه داسې مهال کیږي چې ریاض او دمشق څه باندې دوه کاله وړاندې دیپلوماتیکي اړیکې عادي کړلې.

د سعودي پریس راپور له مخې نوي ټاکل شوي سفیر هیله څرګنده کړې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د "ورورګلوۍ اړیکې" به قوي کوي او په دمشق کې به د سعودي ګټو لپاره کار کوي.

سعودي عربستان په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدو څخه وروسته خپل استازي د دې هیواد څخه وایستل او په کورنۍ جګړې کې یې د جمهور رئیس بشارالاسد د مخالفینو ملاتړ کاوه.

سعودي عربستان او سوریې تیر کال دپلوماتیکي اړیکې عادي کړلې او د عرب لیګ هیوادونو په سازمان کې هم سوریې ته د بیرته غړیتوب ورکولو پریکړه وشوه.

جمهور رئیس بشارالاسد هیله لري چې د سعودي په شان په خلیج کې د سرمایه لرونکو هیوادونو سره د اړیکو عادي کیدل به یې پدې هیواد کې د اقتصادي نیکمرغۍ سبب شي او د هیواد د بیارغونې لپاره به پیسې تر لاسه کړي ځکه چې نړیوالې ټولنې ویلي که چیرته داسې روغه جوړه ونشي چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، دې هیواد سره مرستې نکوي.

سوریه په اوس وخت کې د نفوذ لرلو له مخې په دریو یا څلورو برخو ویشل شوې چې غټه برخه یې بشارالاسد د رژیم په لاس کې ده او هلته روسیه او ایران نفوذ لري.

شمال لویدیځه برخه یې بیا د جهادي ډلو او هغو ملیشو په لاس کې ده چې ترکیه یې ملاتړ کوي او نفوذ هم پکې د ترکیې دی او دریمه برخه یې په شمال ختیځ کې بیا د کردي ملیشو په لاس کې ده امریکا یې تر شا ولاړه ده او بله دا چې د سوریې د هوایي حریم کنټرول د اسرائیل سره دی.

سعودي عربستان د سوریې تر څنګ د ایران سره هم اړیکې عادي کړیدي.

د شاوخوا اوو کالونو دیپلوماتیکي اړیکو نه لرلو څخه پس د سعودي عربستان سفیر تیر کال د سپټمبر په میاشت کې تهران او د ایران سفیر ریاض ته ورسیدل او خپل کارونه یې پیل کړل.

سعودي چې ډیری وګړي یې سنیان دي او ایران چې شعیه ګان پکې اکثریت دي د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د چین په منځګړتوب د دیپلوماتیکي اړیکو بیرته پیل کولو پر سر جوړ شول.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت وروسته له هغې، چې د ایران په پایتخت تهران کې یې سفارت او قونسګري او هم یې په مشهد کې قونسګري باندې اعتراض کوونکو بریدونه وکړل، تهران سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

په ایران کې د سعودي عربستان په دپلوماتیکو دفترونو باندې بریدونه وروسته له هغې وشو، چې ریاض یو مشهور شعیه دیني عالم شیخ نمر باقر النمر، په ۲۰۱۶ کال کې اعدام کړ.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدل به ددې سبب شي، چې په ټوله سیمه کې مستقیمي او غیر مستقیمي وسله والې نیابتي نښتې کمې شي.

ایران او سعودي عربستان چې دوه سیمه ییز قدرتونه دي، د سیمه ییزو کړکیچونو په ځانګړي ډول په سوریه او یمن کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

له ایران سره د سعودي عربستان د اړیکو له ښه کېدو سره سم، ریاض هم د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره چې د ایران متحد دی، خپلې اړیکې راژوندۍ کړې او په پام کې ده چې د دغه هېواد سفارت هم په ریاض کې بېرته پرانیستل شي.

کارپوهان په دې باور دي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدل به په منځني ختیځ کې وسله والې شخړې راکمې کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG