د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان: د افغانستان د سولې مذاکرات به 'مثبتې نتیجې' ورکړي


په واشنگټن ډي سي کې د سعودي عربستان سفیر خالد بن سلمان
په واشنگټن ډي سي کې د سعودي عربستان سفیر خالد بن سلمان

په واشنگټن کې د سعودي عربستان سفیر وایي د افغانستان د سولې مذاکرات به چې په متحده عربي اماراتو کې وشول د راتلونکې کال په پیل کې "ډیرې مثبتې نتجې" ولري.

په واشنگټن ډي سي کې د سعودي عربستان سفیر خالد بن سلمان پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه مذاکرات ډیر گټور وو او "د شخړې د پای ته رسولو لپاره به بین الاافغاني دیالوگ ته" وده ورکړي.

د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په خبرو کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان استازو هم ونډه اخیستې وه. دا هغه درې هیوادونه دي چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی و.

د افغان رسنیو سره په خبرو کې ښاغلي خلیلزاد یو ځل بیا ویلي چې هدف دادی چې د راتلونکي کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو دمخه یوه موافقه وشي". د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ددې هیواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د راتلونکي کال د اپریل شلمه نیټه ټاکلې ده.

د هغې اعلامیې له مخې چې په کابل کې د امریکا سفارت خپره کړې ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي "پوښتنه داده چې آیا طالبان رښتیا هم سوله غواړي؟". د هغه په وینا "ښه داده چې تر انتخاباتو دمخه سوله وشي، خو دا کار د افغان حکومت او طالبانو پورې اړه لري.

د امریکا متحده ایالات ټینگار کوي چې د سولې هر ډول توافق چې وي باید افغانان پرې په خپل منځ کې موافقه وکړي، خو تر اوسه طالبانو په څرگنده د افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو انکار کړی دی.

د امریکا متحده ایالات هیله لري چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات به پر پاکستان فشار راوړي چې د خپل نفوذ نه په استفادې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښینوي.

XS
SM
MD
LG