د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د اسامه بن لادن د زوی تابعت سلب کړ


حمزه بن لادن
حمزه بن لادن

سعودي عربستان د القاعده شبکې د مخکني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن، تابعت سلب کړی دی.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د حمزه بن لادن د تابعت د سلبولو اقدام د جمعې په ورځ اعلان کړ.

د پنجشنبې په ورځ (کب ٩) د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د هغو اطلاعاتو په بدل کې چې د حمزه بن لادن د اوسیدو ځای معلوم کړي او یا هم پدې اطلاعاتو هغه ونیول شي، یو میلیون ډالر جایزه وټاکله.

امریکایي مقاماتو ویلي چې د موجودو اطلاعاتو په بنسټ حمزه بن لادن په چټکۍ له یو ځای نه بل ځای ته ځي او د ترهگرو ډلو د یو اصلي رهبر په توگه د رامنځ ته کیدو په حال کې دی.

ملگرو ملتونو همداشان د هغه نوم د ترهگرو په نړیوال لست کې شامل کړی دی.

تر دې دمه د حمزه بن لادن د اوسیدنې د ځای په هکله کره اطلاعات نشته.

پدې وروستیو کلونو کې مختلف هیوادونه لکه پاکستان، افغانستان او سوریه د حمزه بن لادن د اوسیدنی د ځای په توگه عنوان شوي دي.

د امریکایي مقاماتو د اطلاعاتو په بنسټ حمزه بن لادن شاوخوا ٣٠ کلن دی او د امریکایي ځواکونو له لورې د خپل پلار د وژنې د غچ اخیستلو لپاره یې پر امریکا باندې د برید گواښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG