د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د شانګهای د همکاریو سازمان سره یوځای شو


د سعودي عربستان کابینې د شانګهای د همکاریو له سازمان سره د یوځای کیدو پریکړه په داسې حال کې تصویب کړه چې ریاض د متحدو ایالتونو له امنیتي اندیښنو سره سره، له چین سره اوږد مهاله مشارکت ډېروي.

د عربستان رسمي رسنۍ SPA راپور ورکړی چې د دولت کابینې، یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې دې شاهي هیواد ته د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د (خبرو د شریک) موقف ورکول کیږي.

د شانګهای د همکاریو سازمان یو سیاسي او امنیتي بنسټ‌ دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ اسیا هیوادونو له خوا رامنځ ته شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم پکې شامل شول.

ددغه سازمان د جوړیدو هدف په سیمه کې د لویدیځ له نفوذ سره د تعادل رامنځ ته کول دي. ایران هم تیر کال په یاد سازمان کې د غړیتوب سند لاسلیک کړ.

د "خبرو د شریک" موقف په یاد سازمان کې د شاملیدو لومړۍ مرحله ده او په دویمه مرحله کې سعودي عربستان ته بشپړ غړیتوب ورکول کیږي.

خو له بیجینګ سره د ریاض اړیکو په واشنګټن کې امنیتي اندیښنې رامنځ ته کړي، ځکه عربستان د امریکا پخوانی متحد دی. واشنګټن وایي د نړۍ په هیوادونو کې د چین د نفوذ هڅې به په منځني ختیځ کې د امریکا سیاست بدل نکړي.

سعودي عربستان او د خلیج نور هیوادونه د امنیت د عمده تضمین کوونکي په توګه د متحدو ایالتونو وتل د اندیښنې وړ بولي، خو واشنګټن وایي د یو فعال شریک په توګه به په سیمه کې پاتې شي.

افغانستان د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د نولسمې غوندې د بحث یو مورد و چې د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په ۲۴ د اوزبیکستان په پلازمینه تاشکند ښار کې و شوه.

XS
SM
MD
LG