د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان د نورو هیوادونو اتباعو ته د عمرې محدودیتونه لغوه کړل 


د سعودي عربستان حکومت د کروناویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه لرې کړل او اوس د نورو هیوادونو زیارت کوونکي کولای شي د عمرې لپاره دغه هیواد ته لاړ شي.

د سعودي عربستان رسنیو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) رپوټ ورکړ چې ددې هیواد حکومت مکې ته د عمرې لپاره د نورو هیوادونو د مسلمانانو په سفر کولو محدودیتونه د نومبر د میاشتې له لومړۍ نیټې نه لرې کوي.

د عربستان دولتي تلویزیون ددې هیواد دحج او اوقافو وزارت د یو بیان په بنسټ وویل: "د ټولې نړۍ مسلمانانو ته د عمرې د سفر اجازه ورکول کیږي."

له دې دمخه د سعودي حکومت د اکتوبر په څلورمه اعلان کړی و چې هره ورځ شپږ زره سعودي زیارت کوونکي کولای شي د عمرې مراسم ترسره کړي؛ خو هر زیارت کوونکی باید د عمرې مراسم په دریو ساعتونو کې پای ته ورسوي.

د کروناویروس د مخنیوي په خاطر د مکې جومات (مسجد الحرام) د ورځې څو ځلې مینځل کیږي. خو بیا هم د عربستان حکومت زیارت کوونکو ته یو اپلیکشن جوړ کړی چې د هغې څخه په استفادې په آنلاین توګه د عمرې کولو ورځ او وخت، د ترانسپورت ډول او خپل نور فعالیتونهدرج کولی شي. دغه اپلیکشن داخلي زیارت کوونکو ته جوړ شوی و او څرګنده نده چې د نورو هیوادونو اتباع به یې هم وکاروي او که نه.

سعودي مقاماتو ددې اپلیکشن کارولو څخه هدف د ګڼې ګوڼې مخنیوی ګڼلی دی.

د کروناویروس د خپریدو په وجه سږکال میلیونو مسلمانانو ونشو کړای چې د عمرې تر څنګ د حج مراسم ترسره کړي. یواځې شاوخوا زرو تنو سعوديانو سږکال د حج مراسم ترسره کړل.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې تر ورځې اکتوبر ۲۹ پورې په سعودي عربستان کې نژدې ۳۴۶۵۰۰ تنه په کروناویروس اخته شوي او ۵۳۶۳ تنه له دې وجې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG