د لاس رسي وړ اتصالات

محمد بن سلمان: اسرائیل باید په ایران برید ونکړي


د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان دوشنبه نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) له اسرائیل وغوښتل چې د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او په خاوره یې له برید کولو څخه ډډه وکړي.

شهزاده محمد بن سلمان په پایتخت ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان ګډې سرمشریزې ته وویل چې نړیواله ټولنه باید اسرائیل مکلف کړي چې "د ایران د اسلامي جمهوریت ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې سرغړونه ونه کړي."

محمد بن سلمان دا غوښتنه داسې مهال کړې چې سعودي عربستان، چې زیاتره وګړي یې سنیان دي، د سوریې په ګډون په نړیوالو شخړو کې زیاتره وخت د ایران په ضد، چې اکثریت یې شیعه ګان دي، دریځ نیولی دی.

په ۲۰۱۵ کې، ریاض وروسته له هغه په یمن کې پوځي ایتلاف جوړ کړ چې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو پلازمینه صنعا ونیوله او ددغه هېواد د جنوبي ستر ښار عدن په لور یې پرمختګ وکړ.

له هغه یو کال وروسته، په ریاض کې د شیعه عالم نمر النمر د اعدام کېدو او ورپسې په ایران کې د سعودي پر ډیپلوماتیکو ماموریتونو له بریدونو وروسته د د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خړې پړې شوې.

خو د ۲۰۲۳ په مارچ کې، ریاض او تهران د چین په منځګړیتوب د اړیکو تړون لاسلیک کړ.

که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ په پیچلو مسایلو کې ځینې اختلافات پرځای پاتې دي، د تېر کال تړون د شهزاده محمد بن سلمان لپاره لاسته راوړنه بلل کیږي. نوموړي په وروستیو کلونو کې د سیمه ایزو اړیکو په برخه کې نرمه تګلاره غوره کړې ده.

سعودي عربستان او ایران د تیر کال د اکتوبر په اوومه په جنوبي اسرائیل باندې د حماس له بې ساري برید وروسته، په غزه کې د جګړې د مخنیوي لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه په لوړه کچه تماسونه ساتلي دي.

دا تماسونه د دې لامل شول چې په غزه کې د جګړې له پیل پنځه ورځې وروسته شهزاده محمد بن سلمان او د ایران د هغه وخت ولسمشر ابراهیم رئیسي په لومړي ځل تلیفوني خبرې وکړې او ورپسې د ایران ولسمشر کې د ګډون لپاره ریاض ته سفر وکړ.

شهزاده محمد بن سلمان په ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان په ګډه غونډه کې د ګډون کوونکو مشرانو سره د تصویر اخیستلو پر مهال
شهزاده محمد بن سلمان په ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان په ګډه غونډه کې د ګډون کوونکو مشرانو سره د تصویر اخیستلو پر مهال

د اکتوبر په میاشت کې سعودي عربستان اعلان وکړ چې د عمان په سمندر کې له ایران او څو نورو هیوادونو سره پوځي تمرینونه کوي. د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان جګپوړي پوځي چارواکي فیاض بن حامد الرویلی له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ورسېد.

په ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان روانه غونډه د ۲۰۲۳ د کال د غونډې په دوام جوړه شوې ده او له دې غونډې یوه ورځ وړاندې محمد بن سلمان او د ایران اوسني ولسمشر مسعود پزشکیان د تلیفون له لارې خبرې وکړې.

د ایران د حکومت په یو بیان کې ویل شوي چې پزشکیان په "مهمو اجرائیه چارو" کې د بوختیا له امله د ریاض په غونډه کې ګډون نه کوي، او پر ځای یې د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف ورغلی دی.

په غزه کې جګړې او د تیرې میاشتې راهیسې په لبنان کې د اسرائیل او د ایران ملاتړي حزب الله ډلې ترمنځ مخامخ نښتو په سیمه کې د پراخې جګړې د پیل کېدو ویره زیاته کړې ده. ایران سږکال دوه ځله پر اسرائیل توغندي وتوغول، چې اسرائیل یې غچ اخیستلو ته اړ کړ.

اسرائیل د اکتوبر په ۲۶مه په ایران کې په پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.

د غزې تر جګړې مخکې، سعودي عربستان د یو داسې لوی تړون په اړه خبرې کولې چې له مخې به یې له امریکا سره د ژورو امنیتي او دوه اړخیزو اړیکو په بدل کې اسرائیل په رسمیت وپېژني. خو په غزه کې د جګړې له پیل کېدو سره دا مذاکرات وځنډېدل.

ددې تړوان مذاکرات په منځني ختیځ کې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دورې کې د رامنځته شوي "ابراهیم تړون" په رڼا کې پرمخ تلل.

د منځني ختیځ د چارو کارپور ایچ اې هیلیر وايي، د ریاض او تهران ترمنځ رغېدليو اړیکو هغه ډیپلوماټیک وضعیت بدل کړی چې ټرمپ به راتلونکی کال د خپلې دوهمې دورې په ترڅ کې ورسره مخامخ وي.

هیلیر وویل: "په ښکاره ډول ریاض او تهران خپلې اړیکې ګرموي او دا حالت له په سیمه د هغه مهال له وضعیت سره توپیر لري چې ټرمپ تیر ځل په واک کې وو."

هغه زیاته کړه: "ټرمپ ښايي غواړي راتلونکی کال په خپله دوهمه دوره کې د ابراهیم تړون پراخ کړي، خو که اسرائیل په خپل چلند کې د پام وړ بدلون را نه ولي، دا کار به د تیر ځل په پرتله له ډیرو زیاتو ننګونو سره مخامخ وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG