د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۹۸ کسان اعدام کړي‌ دي


په ۲۰۲۳م کال کې په سعودي عربستان کې ۱۷۰ کسان اعدام شوي وو، خو په روان کال کې دا شمېره کابو ۲۰۰ کسانو ته پورته شوې ده. عکس- ارشیف
په ۲۰۲۳م کال کې په سعودي عربستان کې ۱۷۰ کسان اعدام شوي وو، خو په روان کال کې دا شمېره کابو ۲۰۰ کسانو ته پورته شوې ده. عکس- ارشیف

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د شنبې په ورځ د سپتمبر ۲۸ (تلې اوومه)‌ په سعودي عربستان کې د درېیو کسانو په اعدامولو سره په روان عیسوي کال کې په دغه هېواد کې د ټولو عدام شویو کسانو شمېر ۱۹۸ ته ورسېد چې په تېرو درېیو لسیزو کې د اعدام تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

په ۲۰۲۳م کال کې په سعودي عربستان کې ۱۷۰ کسان اعدام شوي وو، خو په روان کال کې دا شمېره کابو ۲۰۰ کسانو ته پورته شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، سعودي‌ عربستان له چین او ایران وروسته درېیم هېواد دی چې د نورو هېوادونو په پرتله په کې زیات کسان اعدامېږي.

په لندن کې د بشري حقونو ډلې شمېرې ښيي‌ چې سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کې ۱۹۶ او په ۱۹۹۵ کې ۱۹۲ کسان په اعدام کړي وو، خو د سږ کال شمېره په تېرو درېیو لیسزو کې د ریکارډ کچې ته رسېدلې ده.

د بشري حقونو فعالانو تل په دې برخه کې د دغه اسلامي هېواد د چارواکو پر اقداماتو نیوکې کړي دي او په عربستان کې یې د اعدام د سزا د غندنې سربېره دا کار یې په نړیواله صحنه کې د یو پر مختللي‌ هېواد د انځور د وړاندې کولو له هڅو سره په ټکر کې بللی دی.

په منځني ختیځ کې د "Reprieve" په غیر دولتي‌ سازمان کې له اعدام سره د مبارزې فعاله جید بسیوني وویل چې نوی ریکارډ ښيي چې "سعودي‌ عربستان د اعدام د سزا د کارولو په تړاو د اصلاحاتو له تظاهر څخه لاس اخیستی دی."

هغې زیاته کړه: "په وروستیو کلونو کې کړې ژمنې عملي شوې نه دي او یا حتا برعکس شوي دي."

د فرانسې خبري اژانس د سعودي عربستان د چارواکو له قوله ویلي په اعدام شویو کسانو کې ۳۲ کسان په ترهګریزو فعالیتونو او ۵۲ کسان د مخدره موادو اړوند جرمونو کې ښکېل وو.

په عربستان کې په یو وار د زیاتو کسانو اعدامول په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شول چې ۸۱ په یوه ورځ په دار وځړول شول.دغه پېښه په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.

ریاض ویلي و چې د "عام نظم ساتنې" لپاره د اعدام سزا ضروري ده او دا احکام یوازې هغه مهال عملي کېږي چې "تورنو کسانو د دعوې ټول پړاونه بشپړ کړي وي."

خو په وروستیو کلونو کې د اعدام په شمېرو کې زیاتوالی د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له هغو څرګندونو سره په ټکر کې دی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې ویلي و چې هېواد یې یوازې پر هغو کسانو چې د قتل په قضیو کې ښکېل وي او یا زیاتو خلکو ته ګواښ پېښوي د اعدام حکم تطبیقوي.

بسیوني وویل له تېر کال راهیسې پر سعودي عربستان باندې د لویدیځ عامه فشار "د پام وړ کچې ته راټیټ شوی دی او اوس سلطنت د هر ډول چلند په کولو کې ځان ازاد احساسوي."

په برلین کې د اروپا د بشري حقونو د سازمان د سعودي عربستان د څانګې څیړونکې دعا ضیني وویل په عربستان کې د اعدامونو د زیاتوالي تر شا د "اصلي انګیزې" معلومول ګران کار دی.

هغې وویل، ښایي دا احکام په سعودي‌ عربستان کې د زندانونو د تشولو او یا د "قانون ماتوونکو او حتا سیاسي مخالفینو" ته د ډار او زور پیغام رسولو لپاره ترسره شوي وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG