د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو ملاتړ اداره: ښوونځیو کې له زده‌کوونکو سره تاوتریخوالی بند کړئ


په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه، په بلخ ولایت کې د ښوونځي د یو زده‌کوونکي د وژل کیدو په غبرګون وايي، په ښوونځیو کې له زده‌کوونکو سره تاوتریخوالی زړه بوږنوونکی دی.

دغې ادارې د افغانستان په قوانینو کې د ښوونځیو له زده‌کوونکو سره د تاوتریخوالي مخنیوي ته په اشارې، له افغان حکومت څخه په جدي ډول غوښتنه کړې، چې دا موضوع په سمه توګه تطبیق کړي.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې په مزارشریف ښار کې د احمد په نوم د باختر لیسې د لسم ټولګي د یو زده‌کوونکي مړی د ښوونځي په یو تشناب کې موندل شوی وو.

د احمد کورنۍ ادعا کړې، چې د سپورټ ښوونکي یې لومړی هغه ته شکنجه ورکړې او وروسته یې وژلی دی.

د عدلي طب مسولینو هم د احمد پر سر او ستونه کې د شکنجې نښې تائید کړي دي. تورن شوی ښوونکی له پیښې وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.

په افغانستان کې د ماشومان د ملاتړ د مؤسسې رئيس اونو ون منن په یو بیان کې ویلي "دا یوه بوږنوونکې او دردوونکې پیښه ده، چې یو زده‌کوونکی په ښوونځي کې د تاوتریخوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې ښوونځی باید یو امن او خوندي ځای وي".

ښاغلي منن ټینګار کړی، چې د مجازاتو په نوم، په ښوونځیو او کورونو کې تاوتریخوالی یو معمول کار دی او باید ورته د پای ټکی کیښودل شي.

له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې د رپوټ له مخې، په افغانستان کې له هرو لسو زده‌کوونکو څخه له نهو تنو سره په یو ډول نه یو ډول تاوتریخوالی کیږي.

XS
SM
MD
LG