د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو د ملاتړ ادارې په ښوونځیو کې د ماشومانو د وهلو بندیدو غږ کړی


د ماشومانو د ملاتړ ادارې (سیف د چلډرن) له افغان حکومت څخه غوښتي چې په ښوونځیو کې له زده‌کوونکو سره تاوتریخوالی بند کړي. دغې ادارې د افغانستان په قوانینو کې د ښوونځیو له زده‌کوونکو سره د تاوتریخوالي مخنیوي ته په اشارې، له افغان حکومت څخه په جدي ډول غوښتنه کړې، چې دا موضوع په سمه توګه تطبیق کړي.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې په مزارشریف ښار کې د احمد په نوم د باختر لیسې د لسم ټولګي د یو زده‌کوونکي مړی د ښوونځي په یو تشناب کې موندل شوی وو.د احمد کورنۍ ادعا کړې، چې د سپورټ ښوونکي یې لومړی هغه ته شکنجه ورکړې او وروسته یې وژلی دی.

د عدلي طب مسولینو هم د احمد پر سر او ستوني کې د شکنجې نښې تائید کړي دي. پولیسو تورن ښوونکی له پیښې وروسته نیولی دی.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویاندې مریم عطایي په دې تړاو امریکا غږ ته وویل"معارف وزارت باید هغه قوانین او مقررې پلي کړيچې له مخې یې له زدکونکو سره پکې تاوتریخوالی منع شوی دی،ښونځی باید داسې ځای وي زدکونکي پکې ځان خوندي وګڼي داډول تاوتریخوالي نه یوازې چې دوې ته فزیکي زیان رسوي بلکې په راتلونکې کې کولای شي له دوې څخه ګواښونکي انسانان جوړ کړي".

د پوهنې وزارت هم مني، چې په ځینو مواردو کې ښوونکي له زده‌کوونکو سره تاوتریخوالی کوي، خو دغه وزارت ټینګار کوي، چې د قانون له مخې هیڅ ښوونکی دا حق نلري چې له زده‌کوونکي سره تاوتریخوالی وکړي.

د دغه وزارت د نشراتو رئیس محمد کبیر حقمل امریکا غږ ته وویل "د پوهنې د قانون نهه دیرشمه ماده په ډیر صراحت سره وایي چې د تهذیب لپاره هم هیڅ کوم ښونکی ددې اجازه نلري چې زدکونکی ووهي او وډبوي او هر ښونکي چې دا کار کړی د هغوې په وړاندې به قانوني اجرات کیږي موږ د هر کال په جریان کې متاسفانه دا ډول پیښې لرو ماته داسې پیښې په یاد دي چې موږ ښونکې منفک کړي دي او څارنوالۍ ته مو معرفي کړي دي".

له ماشومانو څخه د ملاتړ اداره وایي په افغانستان کې له هرو لسو زدکونکو څخه له نهو تنو سره په یو ډول نه یو ډول تاوتریخوالی کیږي

XS
SM
MD
LG