د لاس رسي وړ اتصالات

د سید جمال الدین افغان مقبره بیارغول کیږي


د سید جمال الدین افغان مقبرې ګرافیک
د سید جمال الدین افغان مقبرې ګرافیک

په کابل پوهنتون کې د ختیځ نامتو فیلسوف سید جمال الدین افغان مقبره بیارغول کیږي او پراخیږي.

د دغې پروژې عملي کار نن شنبه (د سلواغې ۵مه) پیل شوی دی.

دغه پروژه د ۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ښار جوړونې وزارت له خوا په یوه کال کې بشپړیږي.

د کابل پوهنتون مطبوعاتي مسولین وايي، د اوسنۍ مقبرې انګړ په ۳۰۰ متر مربع ځمکه پروت دی، خو د دې پروژې پر بشپړېدو به دغه انګړ ۱۴ سوه متر مربع پورې پراخ شي.

شعبان رفعت د کابل پوهنتون د مطبوعاتي برخې یو مسول په دې اړه امریکا غږ ته وویل:" د دې لپاره چې سید جمال الدین د افغانستان لوی ویاړ دی، اوسنۍ مقبره د ده شخصیت ته په کتو مناسبه نه وه. حکومت پرېکړه وکړه چې دغه مقبره باید داسې ځای اوسي چې خلک یې لیدو ته راشي او د ځینو خپروونو کوربه توب وکړي. له همدې امله دغه پروژه عملي کیږي او د دولت له بودیجې نه یې مالي ملاتړ کیږي."

ښاغلي رفعت زیاته کړه چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به ځینې فرهنګي خپرونې هم د سید جمال الدین افغان مقبرې په انګړ کې پرانیستل کیږي.

د کابل پوهنتون د معلوماتو له مخې، سید جمال الدین افغان د ختیځو هېوادونو نامتو عالم او فیلسوف بلل کیږي چې په ۱۲۱۷ هجري لمریز کې د افغانستان کونړ کې زېږېدلی.

هغه په ۱۲۷۵ کې د ترکیې په استانبول کې مړ شو او هملته خاورړو ته وسپارل شو خو ۷۶ کاله مخکې افغانستان ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپار شو.

د سید جمال الدین افغان مقبره په کورنیو جګړو کې ویجاړه شوې وه چې څو کال مخکې بیا ورغول شوه.

XS
SM
MD
LG