د 'سویډن کمېټې' د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (حوت۲۹) اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې خپل ټول فعالیتونه بند کړل او خپل پروګرامونه یې نورو موسسو او د طالبانو حکومت ته سپارلي دی.
'سویډن کمېټې' په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د معلولینو او کلیو پراختیا پروګرامونه هم درول شوي دي. موږ نورو ادارو ته د خپلو روغتیايي پروګرامونو د تسلیم کولو په مرحلې کې یو.»
دغې کمېټې همدغه راز په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي چې د «ښوونې او روزنې پروګرامونه څانګه هم د ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته سپارل» شوي دي.
'سویډن کمېټه' وايي چې د دوی د فعالیتونو بندېدل د طالبانو د هغه فرمان له کبله دي، چې په سویډن کې یې د قران د ځینو نسخو د سوځولو په غبرګون کې یې په افغانستان کې د سویډن د حکومت فعالیتونه بندل کړل.
تېرکال په سویډن کې د قران ځینې نسخې وسوځول شوې چې دې کار په ټولو مسلمانو هېوادونو کې غبرګونونه وپارول او په عراق کې د سویډن په سفارت باندې برید هم وشو.
'سویډن کمېټه' وایي دوی د قران د نسخو سوځول په کلکه غندي او ټېنګار کوي چې دوی د سویډن د دولت سره کومه اړیکه نه لري، د بېلا بېلو بسپینه ورکوونکو له لوري تمویل کېږي او په بې پرې ډول فعالیت کوي. وایي د دوی په اړه دا تصور ناسم دی چې ګنې د سویډن د حکومت سره تړلي دي.
'سویډن کمېټه' وايي چې د دوی د فعالیتونو بندېدل هم د دوی په زرګونو کارکوونکو او هم د هغو خلکو په ژوند منفي اغیز وکړي چې دې کمېټې ورسره مرستې کولې.
د دوی اعلامیه وایي: «موږ د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د خپلو تقریبآ ۷۰۰۰ کارکوونکو د اینده په اړه ډېره اندېښنه لرو. د دوی اکثریت د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکي دي او که دندې له لاسه ورکړي، زرګونه کورنۍ به اغیزمنې شي.»
د دغې کمېټې په ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې یوازې په ۲۰۲۳ کال کې« ۲.۵ میلیون ناروغانو د دوی روغتونونو کلینیکونو ته مراجعه کړې. د ۴۳۰۰۰ سوء تغذي ماشومانو درملنه یې هم کړې. له ۱۸۰۰۰ معلولینو سره د مصنوعي او حرکي غړیو مرسته شوې. ۱۲۳۰۰۰ زده کوونکو په ټولګیو کې زده کړې» دي.
د سویډن کمېټه له ۱۹۸۰ کال راهېسې په افغانستان کې فعالیت کوي. د طالبانو حکومت لا 'سویډن کمېټې' د فعالیتونو د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.
فورم \ دبحث خونه