د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه د زمري په ۱۵ پرانیستل کېږي


د افغانستان کابینې د چهارشنبې په ورځ په مشروط ډول د زمري/اسد په ۱۵مه د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو پرېکړه کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په حضوري بڼه د تدریس لړۍ به د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره پیل شي.

په اعلامیې کې راغلي: "کابینې پرېکړه وکړه چې ښوونځي او پوهنتونونه دې د روان کال د زمري میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته د روغتیایي معیارونو او سپارښتنو په رعایتولو سره، په دې شرط چې د عامې روغتیا وزارت د ارزونې پر اساس د هیواد په کچه د کرونا ویروس وضعیت تر یادې نېټې پورې شدید نشي، پیل شي".

د افغانستان کابینې دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کروناویروس د پراختیا له پڅېدو خبر ورکړی او په تیره یوه میاشت کې په دې ویروس د اخته شویو کسانو په شمیر کې هم کموالی راغلی دی.

تیره اونۍ له کروناویروس سره د مبارزې بیړنۍ کمېټې هم د کوید۱۹ د پراخېدو وضعیت ته په کتو په تدریجي ډول د زمري په ۱۵مه د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیرته پرانیستلو تصمیم ونیو.

له دې وړاندې د خصوصي ښوونځیو او دارالمعلمینو اتحادیو په کابل کې لاریون وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې تعلیمي مرکزونه بېرته پرانیزي.

دغو اتحادیو ویلي چې د تعلیمي مرکزونو د پرانیستلو پر مهال به د روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په پام کې ونیسي او دغه راز د عامه پوهاوي په برخه کې به د افغانستان د روغتیا له سکتور سره همکاري وکړي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو ویلي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو له بېرته پرانیستلو وروسته به د محصلینو او زده‌کوونکو لپاره د "تشدیدي او تسریعي زده‌کړو" ټولګي جوړ کړي.

افغان حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روان لمریز کال په وري/حمل میاشت کې ټول ښوونیز مرکزونه وتړل.

XS
SM
MD
LG