د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د ځینو ښارونو ښوونځي افغان زده کوونکي‌ نه مني


 ایران په بجنورد ښار کې یو درسي ټولګی. عکس: ارشیف
ایران په بجنورد ښار کې یو درسي ټولګی. عکس: ارشیف

په ایران کې هغه افغان زده‌کوونکي چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني سند نه لري، په یو شمېر ښارونو کې په ښوونځیو کې له نوم‌لیکنې څخه منع شوي دي.

د تسنیم نیوز خبري اژانس د خبر په حواله، د ایران د پوهنې وزیر علي رضا کاظمي، دغه خبره په یوه انلاین غونډه کې کړې ده. هغه ویلي: "موږ هڅه کوو چې د هغو کسانو ستونزې چې په غیرقانوني توګه زموږ میلمانه دي، په ښه توګه حل کړو. اوسمهال پر مقدماتو کار روان دی."

که څه هم د ایران حکومت ویلي چې ټول هغه زده‌کوونکي چې عمر یې تر ۱۸ کلونو ټېټ وي، باید پرته له دې چې د دوی هویت ته وکتل شي، په ښوونځیو کې شامل شي، خو راپورونه ښيي چې په یو شمېر مهمو ښارونو کې مسؤلینو لدغې لارښوونې سرغړونه کړې او د اوسېدو سند نه لرونکو افغان زده‌کوونکو نوم‌لیکنه نه کوي.

د کرمان والي، محمد مهدي فداکار، ویلي چې په دې ولایت کې د افغان زده‌کوونکو نوم‌لیکنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او که کوم ښوونځی له دې اصولو سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

په همدې حال کې، د شیراز او اصفهان په ښارونو کې مېشت افغان کډوالو هم ددې خبرې پخلی کړې، چې چارواکي د استوګنې سند پرته د افغان زده‌کوونکو نوم‌لیکنې ته اجازه نه ورکوي.

څو ورځې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شول چې د کرمان ولایت په ځینو برخو کې چارواکو نانویانو ته لارښونه کړی و چې افغان کډوالو باندې ډوډۍ ونه پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت د تېر کال راهیسې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. څو ورځې وړاندې د ایران د پولیسو ځواکونو عمومي قوماندان، احمد رضا رادان، وویل چې د روان کال تر پایه به دوه میلیون بې اسناده کډوال له دغه هېواد څخه وایستل شي.

په ایران کې ډیری کډوال، چې د اوسېدو اسناد نه لري، هغه افغانان دي چې د بېکارۍ، امنیتي ګواښونو، او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار بندیزونو له امله خپل هېواد پرېښی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ام) په یو راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواد څخه وتلي، چې له دې ډلې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي توګه ایران، او نږدې یو میلیون یې اروپایي هېوادونو ته تللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG