د لاس رسي وړ اتصالات

په سمندرونو کې د کاربن ډای اکسایډ د کچې معلومولو لپاره د روباټونو کارول


ساینس پوهان نیت لري د لومړي ځل لپاره په بحرونو کې د کاربن ډای اکسایډ د اندازې معلومولو لپاره د داسې روباټونو څخه کار واخلي چې د اوبو لاندې د فعالیت وړتیا لري.

دا روباټ چې د اوبو لاندې د لامبو وهلو او زرګونو متره لاندې د بحر په لیرو پرتو سیمو کې د څیړنو لپاره کارول کیږي، څه موده وړاندې د متحده ایالاتو د الاسکا په خلیج کې د دې لپاره ځای پر ځای شو چې د موسم د بدلون پر وخت په سمندرونو کې د کیمیاوي موادو ژوروالی څرګند کاندي.

دا څیړنه په بحرونو کې د ګل خانه اي ګاز د څار لپاره هم یو مهم ګام ثابتیدی شي.

تر دې دمه په بحرونو کې د کاربن ډای اکسایډ د ټینګوالي د اندازې د معلومولو لپاره چې د سمندرونو تیزابي کیدل ترې څرګندیږي، د کښتیو، لامبوزنو او ځانګړو دستګاوو له لارې چې د سمندر تل ته ښکته کیږي، ترسره کیده.

د الاساکا په پوهنتون کې د بحرونو یو کارپوه اندرو مکدانل وایي، " د سمندرونو تیزابي کیدل داسې یو بهیر دی چې په هغې کې انسانان پخپلو کړنو کې د فسیلي موادو څخه کار اخلي او یا داسې څه کوي چې په ځمکې کې د فعالیتونو د بدلون له کبله کاربن ډای اکسایډ هوا ته خپریږي".

خو دا چې سمندرونه د دې وړتیا لري چې ډیره اندازه کاربن ډای اکسایډ جذب کړي، ځمکه او په ځمکې کې انسانان د هوا د تودوخې له کبله د پیدا شویو خطراتو څخه ژغوري.

خو په عین حال کې یو بل ساینس پوه، کلادین هاوري چې د شمالي قطب د څیړنو په نړیوال مرکز کې د بحرونو په هکله څیړنې کوي، وایي چې په بحرونو کې په دومره اندازه د کاربن ډای اکسایډ جذبیدل د دې لامل کیږي چې دننه په بحر کې د کیمیاوي موادو په جوړښت کې ډیر بدلون راشي.

په سمندرونو کې د تیزابي موادو ډیروالی همدارنګه د بحري ژویو په ژوندانه هم ناوړه اغیزه کوي.

XS
SM
MD
LG