د لاس رسي وړ اتصالات

میلر: افغانستان کې مو د ځینو پوځي اډو څخه وتل پیل کړي


افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر
افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، له افغانستان څخه د انتقال غیر رسمي پروسه له مخکې پیل شوې او په وینا یې د تجهیزاتو ټولولو او د ځینو پوځي اډو د خالي کولو بهیر یې پيل کړی دی.

نوموړي نن یکشنبه اپرېل۲۵( غويي ۵) په کابل کې خبریالانو وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ټولې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

هغه زیاته کړه:" موږ به خپلې ټولې پوځي اډې افغان ځواکونو ته تسلیم کړو، د ځینو پوځي اډو د خالي کولو بهیر پیل شوی دی."

سکاټ میلر په ننني خبري کنفرانس وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د پيل رسمي نېټه د مۍ له لومړۍ نېټې څخه پیلیږي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي که چیري له افغانستان د انتقال بهیر پر مهال د طالبانو لخوا پر دوی برید وشي، په وینا یې سخت ځواب به ورکړل شي.

سکاټ مېلر یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو هم اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري. خو طالبانو مخکې د القاعه شبکې سره د اړیکو په اړه څرګندونې رد کړي دي.

د نوموړي په ینا چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی به د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي او په خبره یې که له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته نور هم تاوتریخوالی زیات شي پایلې به یې د سیمې لپاره هم خطر ناکې وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم تیره ورځ وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د انتقال مرحله کې به د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت تجهیزات افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

تیره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیاء هم وویل چې اوس مهال یوازې په بلخ او کابل کې د ناټو پوځي اډې شتون لري او په وینا یې په نورو ټولو ولایتونو کې د ناټو لوی او واړه مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۵۰۰بهرني عسکر حضور لري چې له افغان ځواکونو سره د روزنې، سلامشورو او تجهیز په برخو کې همکاري کوي او په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو څخه هوايي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG