د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو سوریه کې عادي ګزمې بیرته پیل کړلې


په سوریه کې کردي ځواکونو ویلي چې د دې هیواد په شمال ختیځو برخو کې چې کنټرول یې د کردي ملیشو په لاس کې دی، د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ګزمې په عادي توګه جمعه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) بیرته پیل شویدي.

دا ګزمې د تیرې نومبر د میاشتې په ۲۰ مې وروسته تر هغه بندې یا کمې شوې چې ترکي ځواکونو د عراق او سوریې په سرحدي سیمو کې په هغو کردي یاغیانو چې انقرې یې په استانبول کې د چاودنې ملامتي په غاړې ور اچولې وه، هوایي بمبارۍ وکړلې.
په سیمه کې د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال هم څلور نظامي موټر لیدلي چې د امریکا بیرغونه پرې لګیدلي و او د هساکې ولایت د ریمالاین په ښار کې نظامي اډې څخه یې ګزمې پیل کړي.

دې خبریال همدرانګه ویلي چې د سوریې دموکراتیکي ځواکونو د موټرو کاروان یې هم لیدلي چې د امریکایي ځواکونو موټر یې بدرګه کول او د سوریې سرحدي سیمو په لور روان و.

د کردي ځواکونو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په سیمه کې ترکي ځواکونو د هوایي بریدونو څخه وروسته نړیوالو ائتلافي ځواکونو د کردي ځواکونو سره په همغږۍ ګډې ګزمې په عادي توګه پیل کړیدي.
د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د سوریې په شمال ختیځو برخو کې د کردي ځواکونو سره د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې دا سیمه د اسلامي دولت یا داعش ډلې څخه پاکه شوې، ګزمې کوي.

په سوریه کې د کردي ځواکونو چارواکي وایي د ترکیې د هوایي بریدونو له کبله چې تیره اوونۍ یې د سوریې په شمالي برخو کې د دې ځواکونو په مرکزونو کړي، هغوي مجبور شوي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف عملیات بند کړي.

د سوریې د دموکراتیکي ځواکونو قوماندان مظلوم عابدي هم تیره اوونۍ وویل چې د سوریې په شمالي برخو کې د ترکي ځواکونو د نږدې یوې اوونۍ پر له پسې بمباریو وروسته انقره پدې سیمې کې د ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.

ښاغلي عابدي زیاته کړه چې د ترکیې په هوایي بریدونو کې په سیمه کې زیربناوو ته جدي زیان اوښتی او هغه ملیشې چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده هم دیته چمتوالی نیسي چې د ترکي ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې برخه واخلي.

سره لدې چې کردي ډلې وایي د ترکیې د استانبول په ښار کې د نومبر د میاشتې په ۱۳ مې نیټې مرګونې حملې کې هیڅ ډول لاس نلري خو ښاغلی عابدي وایي چې ترکیه د همدې چاودنې څخه په ګټې اخیستو په سوریه کې هغه سیمې بمباردوي چې کنټرول یې د سوریې د دموکراتیکي ځواکونو په لاس کې دی.

ترکیې پدې تیرې اوونۍ کې په عراق او سوریې کې د کردي یاغیانو په مرکزونو بمبارد کړی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې ترکیې ته خبرداری ورکړ چې په سوریه کې د داعش په خلاف د امریکایي او کردي ځواکونو عملیات نه ګډوډوي.


په لندن کې مېشته د سوریې د بشري‌ حقونو څار ډله وايي چې د ترکیې هوايي ځواکونو د سوریې په شمال کې د راقه، حسکه او حلب په ولایتونو کې د کردي یاغیانو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي چې شاوخوا ۳۰ تنه په کې وژل شوي دي. له دغو بریدونو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان داسې اشارې ورکړې چې د کردي یاغیانو په ضد ممکن ځمکني عملیات هم پيل کړي.

دا پرمختګونه په استانبول کې له یوې چاودنې وروسته وشول، چې شاوخوا شپږ تنه په کې ووژل شول. ترکیه وايي چې چاودنه کردي یاغیانو کړې او کردي جنګیالي وایي، په دې کې هېڅ لاس نلري. همدغه راز د کردي یاغیانو له سیمې د ترکیې په خاورې باندې هم توغندي وار شوي چې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG