د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې کردي ځواکونه وایي د داعش څه باندې ۱۰۰ مشکوک غړي یې نیولي


په سوریه کې کردي ځواکونه وایي د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف عملیاتو کې چې اته ورځې یې دوام درلود، ددې ډلې څه باندې سل مشکوک غړي یې نیولي دي.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې مشري یې کردان کوي، جمعه جنوري ۶ (مرغومي۱۶) ویلي چې دا عملیات وروسته تر هغه وشول چې د داعش هڅه کوله په راقې کې د یو زندان څخه خپل غړي خوشې کړي خو دا هڅه یې ناکامه شوه.

راقه پخوا د اسلامي دولت یو تر ټولو قوي مرکز و.

د سوریې دموکراتیکي ځواکونو په اعلامې کې ویل شوي، " د پاکسازۍ او چاپو پدې عملیاتو کې، زمونږ ځواکونو ۱۵۴ ترهګر او جنایتکاران نیولي دي".

په اعلامیې کې ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې ۱۰۲ یې هغوي دي چې شک پرې دی د داعش غړي به وي او ۲۷ یې داسې کسان دي چې شک پرې کیږي داعش ته یې تبلغیات کول او مواد یې رسول.

کردي ځواکونو ویلي چې پدې عملیاتو کې د سوریې – عراق سرحد سره نږدې یې ۵۵ کلي او سیمې پاکې کړیدي.

دا عملیات د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو سره په ګډه شوي خو نړیوالو ځواکونو تر اوسه نده تائید کړې چې آیا پدې عملیاتو کې یې برخه اخیستې که نه.

تیره اوونۍ د راقې په زندان کې یو شمیر د اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې اړوندو جنګیالیو د زندان څخه د تښتیدو کوښښ کړی و خو دا هڅه یې ناکامه شوې وه. تر دې وړاندې د هساکې زندان څخه هم د داعش وسله وال تښتیدلي و چې وروسته جګړه هم شوې وه.

په ۲۰۱۷ کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له ماتې وروسته د دې ډلې پاتې شونو د عراق په بیلابیلو برخو کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې بریدونو او غلچکیو حملو ته مخه کړې ده. د داعش پاتې شوني د عراق په یو شمېر سیمو کې لا هم فعال دي.

داعش په ۲۰۱۹ کال کې د عراق پولې ته څېرمه په سوریه کې هم خپل وروستی مرکز له لاسه ورکړ.

د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف د تېر کال تر ډسمبر پورې په عراق کې خپل جنګي رول پای ته ورساوه، خو شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان لا هم په دغه هېواد کې د روزونکو په توګه پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د روان کال د یو خپور شوي راپور له مخې، د یو لړ ماتو او موانعو سره سره داعش اوس هم کولی شي د ۶۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې جنګیالیو استخدام کړي چې د عراق او سوریې د پولې دواړو غاړو ته بریدونه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG