د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سیاټل ښار د فېشن اونۍ کې اوکرایني لباسونه نندارې ته وړاندې شوي


کله چې د فېشن خبره کېږي نو واشنګټن ایالت ته د چا فکر نه کیږي ځکه دا ایالت د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو په لرلو پېژندل کېږي او د مایکروسافټ، امازون، کوسټکو، او سټاربکس په څیر لویو شرکتونو کور ګڼل کیږي.

خو دلته د فیشن د اونۍ په یوولسم پړاو کې په دغه ایالت کې د مېشتو ټولنو د کلتورونو پر پایښت ټینګار شوی دی.

د سیاټل د ميټروپولیټن د فېش اونۍ مشر ایډوارډو خاوام وايي، د لویو شرکتونو په څېر دا نندارتون هم په سیاټل کې تاسیس شوی دی. هغه وايي، په نندارتون کې برخه وال ډیزاینران له ښو موادو څخه د لوړ معیار لباسونه او نور فیشني توکي جوړوي.

سږکال د فېشن د اونۍ یوه ځانګړتیا دا وه چې د اوکراین د یو شمېر سیمو پخوانۍ دودیزې جامې هم پکې نندارې ته وړاندې شوې دي.

رضاکاره ماډله تانیا زایکا وايي:"د دې لباسونو څخه ځینې یې ۲۰۰ کاله عمر لري، نو د دې اغوستل سړي ته خورا ځانګړی احساس ورکوي."

تانیا زایکا، چې په اصل کې د کیف ده، په متحده ایالاتو کې له ۳۰ کلونو راهیسې ژوند کوي. هغه د مالي حساب کتاب کارپوهه ده او خپل اضافي وخت بشردوستانه پروژو ته ورکوي.

زایکا وايي، خلکو پر اوکراین د روسیې د یرغل او جګړې وحشتناک انځورونه لیدلي خو دوی غواړي د اوکراین بل اړخ وروښيي: "موږ ټولو ویجاړۍ لیدلي، خو موږ غواړو تاسو ته د اوکراین بل اړخ هم وښیو: خلک، خوشحالي، ښکلا، په زړه پوري بډایه کلتور، او خوشحاله خلک چې موږ د سولې په وخت کې وو."

د اوکراین د جامو د برخې مسئول د سیاټل هنرمند او فلم جوړوونکی والیا زیمکا دی. هغه وايي کله چې پر اوکراین د روسیې یرغل پیل شو، دوی وغوښتل چې د اوکراینیانو ملاتړ وکړي. هغه وايي، د فېشن په اونۍ د د اوکرایني لباسونو نندارتون یې ددې هڅو برخه ده.

زیمکا هیله لري چې د راټولو شویو اوکرایني جامو ټولګه یې یو وخت د اوکراین د کلتور په موزیم کې ځای ومومي.

XS
SM
MD
LG