د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د 'افغان میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا اتحاد' پرانیست 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۰ (وږي ۲۹) د "افغان میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا اتحاد" پرانیست.

ښاغلي بلینکن د ملګرو ملتونو د اوه اویایمې سرمشریزې پرمهال په یوې جلا غونډه کې د خبرو پرمهال وویل چې امریکا له خپلو متحدینو او شریکانو سره یوځای د دیپلوماسۍ له لارې په بیلابیلو برخو کې له افغان میرمنو او نجونو سره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه:" موږ د اسلامي نړۍ په ګډون له خپلو متحدینو او شریکانو سره یوځای، یو اتحاد رامنځ ته کوو او له طالبانو غواړو چې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پراساس، د افغان میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا اتحاد "Afghan Women’s Economic Resilience " چې د عامه او خصوصي سکټور یو نوی مشارکت دی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او باسټن پوهنتون ترمنځ رامنځ ته شوی دی.

ددغې اعلامیې پر اساس، د یاد مشارکت د سوداګرۍ د ګړندي کیدو، بشر دوستانه فعالیتونو، د افغان میرمنو د خصوصي سکتور د ودې، د کارونو د رامنځ ته کیدو او په افغانستان کې د ښوونیزو فرصتونو د مهیا کیدو په هدف رامنځ ته شوی دی.

په اعلامیه کې د ښاغلي بلینکن له قوله ویل شوي چې د افغان میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا اتحاد لومړی نوښت دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به یو میلیون میرمنې په بیلابیلو برخو په ځانګړې ډول خصوصي سکتور او مدني ټولنې په برخو کې وروزي او ملاتړ ورڅخه وکړي.

ښاغلي بلینکن په دې غونډه کې وویل چې ددې ډول نوښت پلي کول ساده کار ندی. نوموړي زیاته کړه:" هغو شدیدو قیوداتو ته په کتو چې طالبانو رامنځ ته کړي، ددې کار ترسره کول به ستونزمن وي. خو موږ ژمن یو څو په افغانستان کې له میرمنو څخه دا ملاتړ په خوندي ډول ترسره کړو."

دغه جګپوړي امریکایي دیپلومات د افغان میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا د اتحاد افتتاح کیدو پرمهال زیاته کړه:" پرته له دې چې میرمنې په کوم ځای کې ژوند کوي، باید د ژوند په ټولو برخو کې له برابرو حقونو څخه برخمنې وي. د کار او تحصیل له مساوي حقونو څخه برخمنې وي، په برابره توګه مالي سرچینو ته لاسرسی ولري او هغوی د نورو کسانو په شان د سفر او د نظریاتو د بیان مساوي حق ولري."

دغه امریکایي چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دې ډلې په ټول افغانستان کې پر میرمنو او نجونو سخت قیودات وضع کړي دي.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ په شان چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، اکثریت میرمنې په حکومتي دفاترو کې له کار کولو بې برخې کړي، له شرعي محرم پرته هغوی ته د سفر اجازه نه ورکوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نلري.

بلینکن په افغانستان کې د میرمنو په وړاندې رامنځ ته شویو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل:" که میرمنو ته اجازه ورکړل شوې وای، نن به میرمنو‌ د افغانستان له اقتصاد سره یو میلیارد ډالره مرسته کړې وای."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، میرمنې په افغانستان کې کولی شي له بیوزلو کورنیو سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه:" خلاصه دا چې اقتصادي فرصتونه او مساوات یو ځای پر مخ ځي او هغوی سولې او دوامداره امنیت لپاره مخکیني شرطونه دي."

ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې متحدو ایالتونو د تیر یو کال په جریان کې له بشري سازمانونو سره څه باندې ۷۷۰ میلیونه ډالره مرسته کړېده. د هغه په وینا پر دې مرستې سربیره د نړیوالې پراختیا لپاره د متحدو ایالتونو ادارې "USAID "په دې وروستیو کې د افغان میرمنو او نجونو لپاره ۳۰ میلیونه پراختیایي مرسته اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG