د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال دې د افغانستان له نوې ادارې سره هم مرستې روانې وساتي –تدامیچي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت (یوناما) استازي تادامیچي یاماموتو په نړیوالو هیوادونو غږ وکړ چې د افغانستان له راتلونکې ادارې سره دې هم مرستې روانې وساتي‌ چې د ۲۰۱۵څخه د ۲۰۲۴ د اقتصادي پرمختګ، سولې او نورو برخو کې پلان شوي پروګرامونه بشپر شي.

نن د دوشنبې په ورځ (دسمبر ۱۶) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ښاغلي یاماموتو، په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې عایشې خرم او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د افغانستان اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

تادامیچي د خبرو په پیل کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه په ډیر وضاحت معلومات وکړل.

تدامیچي وویل چې هغوی په دغې پروسې کې شته ستونزې مني او وویل چې ځینو کاندیدانو د دغې پروسې په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي خو هیله یې وښوده چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي.

تدامیجي په افغانستان کې د سولې خبرو اترو کې د برلاسي لپاره د طالبانو بریدونو کې زیاتوالی ډیر خواشینونکی وباله.

هغه وویل چې د افغانستان حکومت غواړي د سولې پروسه باید یواځې افغانستان پورې تړلې نه وي، ګاونډي هیوادونه یې په اړه یوه خوله وي او په دغه برخه کې یوه سیمه ایزه اجماع هم رامنځ ته شي.

تدامیجي د خپلو خبرو په پاې کې یادونه وکړه چې افغانستان بهرنیو مرستو ته ضرورت لري او باید نوې ادارې سره هم مالي مرسته وشي.

د ولسي تلفاتو په اړه اندېښنه

په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو په استازیتوب، عایشې خرم هم د افغانستان په روانې جګړې کې د بېګناه ملکي خلکو د وژل کیدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او په هیواد کې یې د بیلابیلو پیښو مثالونه ورکړل.

په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې، عایشه خرم
په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې، عایشه خرم

آغلې خرم وویل چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې ډول ډول وسلې ازمویل شوي خو هیڅ یو یې ونشو کړی چې د افغانستان کشالې ته د پاې ټکی کیږدي.

هغې په دغې جګړه کې د افغان ځوانانو او ماشومانو قربانیو په اړه خبرې وکړې او له نړیوالو یې وغوښتل چې د افغانستان جګړې لپاره یوه سوله ییزه لاره ولټوي.

د نوي افغانستان بېلګه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د خپلو خبرو په پیل کې د یوناما له مشرتابه څخه د افغانستان سره د هر اړخیزه مرستو لپاره مننه وکړه.

هغې په ملګرو ملتونو کې د ځوانانو د استازې په توګه د آغلې عایشې خرم راتګ د افغانستان د حکومت یوه غټه لاسته راوړنه وبلله او هغه یې د نوي افغانستان یو ژوندۍ بیلګه وګڼله.

آغلې راز په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان د دولت لخوا د بیلابیلو قوانیونو او مسودو یادونه وکړه او هغه یې د هیواد په خپلو پښو دریدلو پر لور غټ ګامونه وبلل.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې، عادله راز
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې، عادله راز

همداراز یې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه د ولسمشر غني ګامونو په اړه د امنیت شورا ته معلومات ورکړل او په دې اړه یې د نړیوالو هیوادونو د ملاتړ څخه مننه وکړه.

آغلې راز په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې د موجودیت یادونه وکړه خو طالبان ګرم وبلل چې د دغه وضعیت د راوستلو او دغو ډلو راتګ ته یې لار پرانیستې ده.

هغې د خپلو خبرو په پاې کې وویل چې اوس د ټولو هغو هڅو د زیاتولو وخت راغلی چې په تیرو څو کلونو کې مو د اقتصادي پرمختګ، سولې او ګڼو نورو برخو کې کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې داسې مهال د افغانستان امنیتي‌ وضعیت په اړه راپور وړندې کړل شوی چې په دغه هېواد کې روان کال د ملکي تلفاتو له پلوه یو خونړی کال بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG