د ناټو سرمنشي وايي، له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل له دغه هیواد سره د اړیکو پرې کولو په معنا نه دي.
نوموړي ویلي چې د ناټو سازمان به له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف په هغه هیواد کې خپل غیر پوځي حضور ته دوام ورکړي.
ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبه مۍ ۳۱ (غبرګولې لسمه) په بروکسل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره افغانستان له شک پرته ستونزو سره مخ دی او په وینا یې د پرمختګ لپاره کومه اسانه لار شتون نلري.
خو نوموړي ټینګار کړی چې په ځینو مرحلو کې افغانان د خپل ټول راتلوونکې مسؤلیت باید په خپله غاړه واخلي او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل په افغانانو او په افغان مشرانو پوري اړه لري.
د ناټو سرمنشي زیاته کړې: "اوس مهال پوځي ماموریت صفر ته رسیږي، د خپل پوځي ماموریت له ختمېدو سره، له نورو لارو له افغانستان څخه د ملاتړ زیاتوالو په حال کې یو، تر ټولو لومړی، موږ په افغانستان کې خپل غیر پوځي حضور ساتو، تر څو افغانستان کې امنیتي بنسټونو ته مشورې ورکړو او ظرفیت یې لوړ کړو... موږ غواړو چې له هیواد څخه بهر افغان سرتیرو ته د روزنې زمینه برابره کړو."
ینس سټولټبنرګ ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت له ستونزو ډک دی او په خبره یې د ناټو سرتیرو وتلو سره به دغه هیواد له ستونزو سره مخ شي.
نوموړي د افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو وړتیاوې وستایلې او زیاته یې کړه چې هغوی اوس د خپل هیواد د امنیت مسؤلیت په غاړه لري او موجوده ستونزو ته په کتو به ناټو د یادو سرتیرو ملاتړ ته دوام ورکړي.
له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو سرتیرو د ایستلو بهیر د تیرې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پيل شو چې ټاکل شوې د روان کال سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړه شي.
د یاد بهیر له پيل څخه بیا تر دا مهاله د بهرنیو ځواکونو شااوخوا شپږ پوځې اډې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر دې مخکې ټینګار کړی و چې له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو نوی فصل پرانیستل شي او انزوا ته به لاړ نشي.