د لاس رسي وړ اتصالات

لوړپوړي چارواکي وايي، د پاکستان په انتخاباتو کې یې درغلۍ کړې دي


د راولپنډۍ کمیشنر، لیاقت علي چټا
د راولپنډۍ کمیشنر، لیاقت علي چټا

د پاکستان په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د ادعاو څخه یوه اونۍ وروسته یو جګپوړي مقام د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) وویل چې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړيدي.

په راولپنډۍ کې چې ددې هیواد د ځواکمن پوځ مرکزي دفتر په کې موقعیت لري د ښار کمیشنر، لیاقت علي چټا، وویل چې هغه ځان پولیسو ته سپاري.

د درغلۍ پراخې ادعاوې وروسته له هغې وشوې چې چارواکو د ټاکنو په ورځ د هیواد د ګرځنده ټیلیفون شبکه بنده کړه او د رایو شمیرلو له ۲۴ ساعتونو څخه ډیر وخت ونیو.

د پوځ په ملاتړ د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند، چې په ټاکنو کې یې اکثریت ترلاسه نشو کړای، د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره د پاکستان د پیپلز پارټۍ سره د ایتلاف اعلان کړی دی.

لیاقت علي چټا وویل مخکې له دې چې له دندې ګوښه شي، پخپله یې په راولپنډۍ کې د رایو د درغلیو څارنه کوله.

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ بایلونکي په ګټونکو بدل کړل". هغه همداشان وویل د ملي اسامبلې د ۱۳ څوکیو لپاره ۷۰ زره رای تر پښو لاندې شوې.

هغه وویل: "د داسې یو ناوړه جرم د ترسره کولو په خاطر زه به ځان پولیسو ته وسپارم." هغه د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون مشر او د هیواد لوړ پوړي قاضي ته هم ګوته ونیوله.

د ټاکنو کمیسیون د چټا تورونه رد کړل، خو په یو بیان کې یې وویل چې "تحقیقات به وکړي".

په پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د پلویانو یوې ډلې د لیاقت علي چټا له اعلان وروسته وویل چې "د پاکستان په درغلیو کې د حکومت د مقاماتو ښکیلتیا په راڅرګندیدو ده."

د مسلم ليګ (ن) او پیپلز پارټۍ کانديدانو په راولپنډۍ کې ډیرې څوکۍ ګټلي دي او د خپل سيال عمران خان څنډې ته کړي دي.

د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ به د ادعا شويو درغلیو په غبرګون کې په ټول هیواد کې لاریونونه وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوې میاشتنۍ ځپنې په وړاندې چې انتخاباتي کمپاین یې ګډوډ شو، مبارزه وکړه او کاندیدان یې مجبور شول چې په خپلواکه په توګه انتخاباتو ته ودریږي او د بل هر ګوند په پرتله ډیرې رایې ترلاسه کړي.

خو دا ګوند نه غواړي چې له خپلو مخالفینو سره ائتلاف وکړي، چې په دې کار سره یې د مسلم لیګ ن ګوند په مشرۍ د راتلونکي حکومت جوړولو ته لاره هواره کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG