د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار وسله والو د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي


د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو په ډزو د اوو ملکي وګړو جنازې خاورو ته وسپارل شوې.
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو په ډزو د اوو ملکي وګړو جنازې خاورو ته وسپارل شوې.

پېښه تېر ماخستن اته بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په 'نبي خېلو' سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وویل چې طالب وسله والو په یوه ډوله سراچه موټر کې سپرو ملکي خلکو باندې ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي او د یوې کورنۍ اوه غړي یې وژلي چې دوه پکې مېرمنې‌، درې ماشومان او دوه سړي دي.

نوموړی وايي په پېښه کې د همدغې کورنۍ دوه غړي زخمیان شوي هم دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې په سراچه موټر کې ناست دغه ملکیان له یوې فاتحې څخه کور ته ستنېدل چې یو شمیر طالب وسله والو یې موټر درولی، د طالبانو یوې بلې ‌‌‌‌‌‌ډلې په خپلو ملګرو د حکومتي کسانو شک کړی او د راکټ ‌‌‌‌‌‌ډز یې پرې کړې دی چې له امله یې د یوې کورنۍ اوه غړي وژل شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي عبد العلي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه پېښه کې یو طالب وسله وال چې تالاشي یې کوله هم وژل شوي دي.

ښاغلي عبد العلي وویل، چې د سیمې خلکو جسدونه د طالبان یو مرکز ته د اعتراض په ‌‌‌‌‌‌ډول ور وړي چې ولې یې ملکي خلک نښه کړي دي.

د بټي کوټ ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې وسله وال طالبان حضور لري او ‌‌‌‌‌‌اکثره هغوی سړکونو ته د تالاشۍ لپاره هم راوځي.

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې په دې برید کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړي او د برید پړه یې پر خپلې سیالې ډلې د اسلامي دولت یا داعش پر وسله والو اچولې ده.

داعش ډلې د طالبانو د ویاند ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG