د لاس رسي وړ اتصالات

د ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې او تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي – راپور


د امریکا د دفاع وزارت د راپور په اساس د شاوخوا اوو ملیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات چې متحده ایالاتو د افغانستان د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته برابر کړي و، د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پخپل ځای پاتې شوي او اوس د طالبانو لاسته ورغلي.

د امریکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې چې کانګرس ته یې استولی او یوه نسخه یې د سي ان ان شبکې ته په لاس ورغلې، ویل شوي چې دغه وسایل په تیرو ۱۶ کالونو کې افغانستان ته لیږدول شوي او د افغانستان پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي و.

سره لدې چې ویل کیده امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۳۰ مې نیټې د افغانستان څخه په بشپړه توګه تر وتلو وروسته خپل یو شمیر نظامي وسایل چې هلته پاتې و، له منځه وړي خو ګمان کیږي چې یو شمیر وسایل ترې پاتې او طالبانو ته په لاس ورغلي.

دا چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو په هکله دقیق معلومات نه و، د متحده ایالاتو کانګرس د دفاع وزارت څخه وغوښتل چې پدې هکله یو راپور ترتیب او د کانګرس غړیو ته یې وسپاري. د سي ان ان شبکې د دې ر اپور په حوالې لیکلي چې د امریکا د دفاع وزارت "د دې پاتې شویو تجهیزاتو د تر لاسه کولو یا له منځه وړلو لپاره افغانستان ته د بیرته تګ کوم پلان نلري".

د پنټاګان یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تائید کړه چې دا راپور د کانګرس په غوښتنې ترتیب شوی خو تر څنګ یې د راپور په جزیاتو د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې دا راپور تر اوسه په عامه توګه ندی خپور شوی.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د ۱۸.۶ ملیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایل او تجهیزات ورکړل شوي و او داسې اټکل کیږي چې د دې وسایلو او تجهیزاتو څخه چې الوتکې، مهمات، نظامي وسایل، وسلې، مخابراتي وسایل او نور پکې شامل دي، د ۷.۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت یې په افغانستان کې پاتې دي.

پنټاګان پدې راپور کې چې د صادریدو نیټه یې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشت ده، راغلي چې پنځه
(MI-17) هیلوکوپترې چې د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو تر وتلو وړاندې او مخکې تر دې چې طالبان واک ته ورسیږي، اوکراین ته د ترمیم کیدو لپاره استول شوې وې، په رسمي توګه په ۲۰۲۲ کال کې کیف ته وسپارل شوې.

په راپور کې د هغو الوتکو ارزښت چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې، شاوخوا ۹۲۳ ملیونه ډالر ښودل شوی. کله چې امریکایي ځواکونه د افغانستان څخه وتل، ۷۸ الوتکې چې امریکا جوړې کړې وې د کابل په هوایي ډګر کې ولاړې وې. د پنټاګان په راپور کې ویل شوي چې دغه الوتکې غیرې فعاله کړل شوې وې.

پدې راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۹۶ زرو نظامي موټرو څخه چې د افغانستان مخکنیو وسله والو ځواکونو ته ورکړل شوې وې، د ۱۲ زرو مرمۍ ضد هاموي موټرو په ګډون ۴۰ زره یې طالبانو ته په لاس ورغلي. د پنټاګان په راپور کې ویل شوي معلومه نده چې آیا ددې موټرو څخه کار اخیستل کیدی شي او که نه.

سي ان ان د دې راپور په حوالې ویلی چې د ۴۷۲ زره میله ټوپکو څخه چې د افغانستان مخکني وسله وال پوځ ته ورکړل شوي و، څه باندې ۳۰۰ زره میله یې د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې دي.

د پنټاګان په راپور کې همدا راز ویل شوي چې د شپې لخوا د دید ځانګړې عینکې، د بایو مټریک او موقعیت د پیدا کولو وسایل او د ماینونو او چاودیدونکو موادو د شنډولو وسایل هم په افغانستان کې پاتې دي. پدې راپور ددې ځانګړو نظامي وسایلو شمیر شاوخوا ۴۲ زره ښودل شوی چې هلته پاتې دي.

تر اوسه نده معلومه چې آیا طالبان د هغو امریکایي نظامي وسایلو څخه چې په افغانستان کې پاتې، ګټه اخیستلي شي که نه.

خو د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې جګپوړي کارپوه انتوني کودرسمن وایي ګمان نه کیږی چې طالبانو ته داسې نظامي وسایل په لاس ورغلي وي چې نړۍ ته ګواښ پیښ کړي خو تر څنګ یې دا شک هم څرګند کړ چې مبادا طالبان دا امریکایي نظامي وسایل په روسیې وپلوري.

په همدې کې د ترهګرۍ د چارو یو بل کارپوه جیسن کمپبل وایي کومې وسلې او تجهیزات چې طالبانو ته په لاس ورغلي، "پرمختللې او حساسې" دي. ښاغلي کمپبل پدې هکله امریکا غږ ته وویل، "ښایي پرمختللې وسلې هم پاتې وي او که طالبان یې په ګټې اخیستو پوه نشي او یا وغواړي په روسیې او ایران یې وپلوري، هغوي ښایي دا وسلې په پټه واخلي چې د وسلو په هکله معلومات تر لاسه کړي."

سره لدې چې د امریکا د دفاع وزارت ویلي د ۲۰۰۱ کاله څخه تر ۲۰۲۰ پورې یې شاوخوا ۸۲۵ ملیارده ډالر یوازې په نظامي چارو لګولي خو د براون پوهنتون بیا وایي چې په تیرو شلو کالونو کې چې امریکایي ځواکونه افغانستان ته تللي، ۲.۳ تریلیارده ډالر یې لګولي دي.

XS
SM
MD
LG