د لاس رسي وړ اتصالات

د سمنګان د امنیت آمر او ۶ پولیس د طالبانو برید کې وژل شوي


د سمنګان امنیتي چارواکي وايي، د ولایت د امنیت آمر خواني طاهري او شپږ پولیس تیره شپه د وسله‌والو په ډله‌ییز برید کې وژل شوي دي.

د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په دغه برید کې لسګونه وسله‌وال طالبان هم وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه "تیره شپه د دولت وسله‌والو مخالفینو د سمنګان ولایت د دره صوف پایان ولسوالۍ په زیرکي کلي باندې برید کړی وو او د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول، چې په دغو نښتو کې د دولت دیرش نفره وسله‌وال مخالفین وژل شوي او په خواشینۍ سره زموږ د امنیت آمر د شپږ نفرو په ګډون شهیدان شوي دي".

د سمنګان د پولیسو د ویاند پر وینا، د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر د دره صوف بالا ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره دغې ولسوالۍ ته تللی وو.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره، دغې ولسوالۍ ته زیات سرتیري استول شوي دي.

هغه په دغو نښتو کې دواړو خواو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه و نه ویل، خو زیاته یې کړه "ولسوالۍ یوه ناامنه سیمه ده او د اوس لپاره وضعیت د پولیسو په کنترول کې دی".

وسله‌والو طالبانو په یو بیان کې د سمنګان د امنیت آمرخواني طاهري او د هغه د مرستیال فضل الرحمن په ګډون د دیرشو افغان امنیتي منسوبینو د وژلو ادعا کړې ده.

افغان چارواکو تر اوسه د وسله‌والو طالبانو دغه ادعا نه ده تائید کړې.

XS
SM
MD
LG