د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا له مرکزي زندانه ۷ زندانیان تښتېدلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د پکتيا په مرکز ګردېز کې له زندان څخه اووه تنه بنديان تښتيدلي دي چې د چارواکو په وينا درې تنه يې د وسله والو طالبانو غړي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت نن دوشنبه د «مرغومې پر۲۳مه»امريکاغږ ته وويل، چې دغه بنديان پرون د يکشنبې په ماښام د ۷:۳۰ نه تر نهو بجو پورې موده کې له زندان څخه په تېښته بريالي شوي دي.

هغه وويل دغو بنديانو ته د سياسي، قتل، ترور او خيانت جرمونو پر اساس د محکمې د پرېکړې له مخې له پنځو کلونو څخه تر شلو کلونو پورې د بند سزا اورول شوې وه.

حسرت په دريو تښتيدلو طالبانو کې د کوم مشهور يا ډېر مهم طالب په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې له دغې جملې نه يو کس په شل کاله او دوه تنه نور په پنځو، پنځو کلونو قيد محکوم شوي وو.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت دغه راز زياته کړه، ددې لپاره چې د يادو بنديانو د تېښتې څرنګوالی او له هغوی سره مرسته کوونکي وپېژندل شي، په دې اړه د والي مرستيال عبدالولي سهي په مشرۍ د پلټنو په موخه يو پلاي خپل تحقيقات پيل کړي دي.

د ګردېز په زندان کې د سياسي، جرمي او حقوقي قضيو پربنسټ نيول شوي څه باندې ۶۰۰ سوه بنديان اوسيږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټوېټر لیکلي چې له یاد زندان څخه ټول تښتېدلي کسان د دوی غړي دي.

XS
SM
MD
LG