د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سږکال د پولیو د پیښو شمیر اوو ته ورسید


د ۲۰۱۷ عیسوي کال کې د پولیو اومه پيښه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې ثبت شوې ده
د ۲۰۱۷ عیسوي کال کې د پولیو اومه پيښه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې ثبت شوې ده

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو تازه پیښه د دغه ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې درې ورځې وړاندې ثبت شوې ده.

د چارواکو د وینا له مخې په دغه ولسوالۍ کې یوه څلوارلس میاشتنې ماشومه د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.

د څوارلس میاشتنۍ شکریې کورنۍ یو کال وړاندې له پاکستان څخه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ ته راستنه شوې او چارواکي وايي دغه وایروس هم هغې له پاکستان څخه له ځان سره راوړی دی.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د واکسینو د څانګې مشر ډاکټر جان محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په ګوزڼ اخته شوې ماشومه صرف دوه وارې واکسین شوې وه .

ډاکټر جان محمد وايي"دا د نواقل د سیمې ده، یو ځل یې پاکستان کې واکسین کړي او یو دوز واکسین یې پر لاره کړې دي، خو دغه وایروس زموږ نه دی له پاکستانه را لېږدول شوی دی".

ډاکټر جان محمد وايي د پولیو د وایروس د خورېدو د مخنیوي په خاطر به راتلونکي سې شنبه د بټي کوټ په ګاونډ شپږو ولسوالیو، بټي کوټ، مومندره، شینوار، لعل پوره او اچین کې د واکسینو کمپاین ترسره شي.

دا په افغانستان کې د پولیو اومه پېښه ده چې په روان میلادي کال کې پرې ماشومان اخته شوي دي.

سږکال د پولیو شپږ نورې پیښې په هلمند، کندهار ، زابل او کندز کې ثبت شوي دي.

افغانستان د نړۍ په هغو دریو هیوادونو کې شامل دی، چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو وایروس لا هم په کې ماشومانو ژوند ته ګواښ راولاړوي.

XS
SM
MD
LG