د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ۲۶۴ بس تمځایونه ګتې اخیستې ته چمتو شوي


کابل کې د بس تمځایونه
کابل کې د بس تمځایونه

د کابل ښاروالۍ وايي، په ترانسپورټي چارو کې ښاریانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره یې په دې ښار کې په لسګونه بس تمځایونه جوړ کړي.

دغه پروژه له یوه کاله په کابل ښار کې پیل شوې او په پام کې ده چې ۲۶۴ بس تمځایونو چمتو شي. دغه پروژه اوس مهال ګټې اخیستلو ته نږدې ده.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، دغه تمځایونه په معیاري ډول جوړ شوي او په هر یو کې یې سایه بان، کثافت دانۍ، دوه اوږدې څوکۍ، د بایسکیلونو تمځای او کانیتین پکې شامل دي.

یاد تمځایونه د برېښنا په سولري سیسټم سمبال دي.

د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند حس زۍ په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د یادو تمځایونو په جوړېدو به د ټرافیک په برخې کې د ښاریانو ستونزې یو څه راکمې شي."

دغه تمځایونه د کابل په ګڼو ناحیو کې د وګړو نفوس ته په کتو جوړ شوي دي.

د بس لپاره په دغه تم ځایونو کې ټولې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي
د بس لپاره په دغه تم ځایونو کې ټولې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي

دا چې په دې پروژې څومره لګښت راغلی د کابل ښاروالۍ په دې اړه څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل د بس او یا کوم بل ټرانسپورټي منظم سیسټم نشته.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت ویاند مهدي روحاني امریکا غږ ته وویل:"په پام کې ده چې په سلګونه نوي بسونه له هند نه افغانستان ته وارد شي خو له دې مخکې غواړو کابل کې د ملي بسونو د ساتنې لپاره یو انسټیټیوت جوړ شي."

ښاغلي روحاني زیاته کړه دغه انسټیټیوت له دې لپاره جوړیږي چې د بسونو د استفادې نه مخکې موټر چلوونکي د بسونو د سمې ساتنې لپاره وروزل شي.

XS
SM
MD
LG