د لاس رسي وړ اتصالات

په هالنډ کې په وسله وال برید تورن شخص ونیول شو


د هالنډ پولیسو ویلي چې د اوتریخت په ښار کې د یو ښاري ریل گاډي دننه په ډزو کې تورن شخص ونیول شو. پدفع برید کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هالنډ د پولیسو مقاماتو ویلي چې دغه تورن شخص گوکمن تنش نومیږي چې ٣٧ کلن او د ترکيې دی. هغه د دوشنبې په ورځ (مارچ ١٨) د غرمې دمخه شاوخوا ۱۰:۴۵ بجې په ښاري ریل گاډي کې ډزې وکړې او وتښتید.

له دغو ډزو وروسته په اوتریخت ښار کې سخت احضارات ونیول شول او د ښوونځیو، هوایي ډگرونو، مهمو زیربناو او جماتونو امنیت څو چنده شو.

د هالنډ پولیسو ویلي دي چې ددغې پیښې او د ممکنې "ترهگریزې انگیزې" په اړه پلټنې روانې دي.

خو د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس ددغه مهاجم د خپلوانو له قوله خبر ورکړی چې هغه "د کورنیو ستونزو په وجه" غوښتل د خپلې کورنۍ پر یو غړي ډزې وکړي، خو د هغوی په وینا مرمۍ پر هغو کسانو ولگیدې چې ددغه ټپي شوي شخص سره یې مرسته کوله.

د هالنډ صدراعظم مارک روتي په یو ټویټري پیغام کې حالات "د ډیرې اندیښنې وړ" بللي دي او ویلي یې دي چې د کړکیچ سره د مقابلې ټیم ددې وضعیت په اړه د بحث لپاره غونډه کړې ده.

د ښاغلي روتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي دي چې "هیواد مو په اوتریخت کې د یو برید په وجه لړزیدلی دی...پدغه برید کې د ترهگرۍ انگیزه نشو کولای رد کړو".

د جرمني پولیسو هم د اوتریخت د پیښې د تورن شخص د موندلو په مقصد د هالنډ سره خپلې پولې سختې څارلې.

XS
SM
MD
LG