د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس ممنوع الخروج شو


د افغانستان د فوټبال د فدراسیون رئیس کرام الدین کریم
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون رئیس کرام الدین کریم

د افغانستان لوی څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم په گډون ددې فدراسیون پنځه غړي ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د جمعې په ورځ (دسمبر ٢٨) پر خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې لوی څارنوالۍ نن د فوټبال فدراسیون د مشر په ګډون د دغه فدراسیون څلور نور غړي ممنوع الخروج اعلان کړل.

نوموړي ویلي: "د فوټبال فدراسیون مشر او څلور همکاران یې د لوی څارنوالۍ لخوا د ښځینه فوټبال لوبډلې غړو د جنسي‌ ځورونې تورنو قضیې په ارتباط ممنوع الخروج کړل."

د افغانستان په لوی څارنوالۍ کې یوې سرچینې د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې، په ممنوع الخروج کسانو کې کرام الدین کریم، د فدارسیون سکرټر جنرال سید علي رضا اقازاده، د ولایتي اړیکو مسؤل عبدالصبور ولي زاده، د ګول ساتونکو د کمېټې مشر نادر عالمي او یو کارمند رستم شامل دي.

ښاغلي رسولي د لېندۍ میاشتې پر ۱۸مه امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان د ښځینه فوټبال غړو د جنسني او فزیکي ځورونې تورنو تر ارزونې وروسته یې د کرام الدین کریم په ګډون د فوټبال فدارسیون د مرستیال، سکرټر جنرال، د ګول ستانکو د کمېټې د مشر، او د ولایتي اړیکو د مسؤل دندې ځنډېدلي دي.

ددې موضوع په هکله د گارډین ورځپاڼې نوي جزییات

ګارډېن بریتانوۍ ورځپاڼۍ پخپل یوه بل راپور کې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې د جنسي او فزیکي ځورونې په اړه نور جزئیات خپاره کړي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې یو شمېر لوبغاړو دغه ورځپاڼې ته ویلي چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون د مشر کرام الدین کریم لخوا څه ډول ځورول شوي دي.

د ښځینه فوټبال لوبډلې یو لوبغاړې چې نوم یې نه دی ذکر شوی ګارډېن ورځپاڼې ته ادعا کړې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کریم د خپل دفتر په یوې پټې خونې کې ورباندې جنسي تېری کړی او پر سر یې وهلې ده.

د غه لوبغاړې د خپلو خبرو په دوام ادعا کړې چې د فوټبال فدراسیون مشر کریم وروسته پر سر تومانچه ور ایښې او ګواښ یې ورته کړی که په دې اړه له رسنیو سره خبرې وکړي دا او کورنۍ به یې وویشتل شي.

نوموړې له ګارډین سره په خبرو کې ادعا کړې چې د کریم شخصي اطاق ته چې قلف یې یوازي د هغه د ګوتو په نښان خلاصېده د مرستې په بهانه ور غوښتل شوې چې تر وهلو وروسته پرې جنسي تېرې وشو.

یوې بلې لوبغاړې هم دغې ورځپاڼې ته ادعا کړې چې کرام الدین کریم غوښتل هغه پر مخ مچ کړي چې ورڅخه تښتېدلې او زیاته کړې ده چې وروسته یې د هم جنس خوښې تور پرې پورې کړ.

ګارډین ورځپاڼې ویلي چې دغه تورونه یې له کرام الدین کریم سره شریک کړل خو نوموړي یې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

ګارډین ورځپاڼې په تېره نومبر میاشت کې هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یو شمېر غړو لخوا د ښځینه فوټبال لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورونې په اړه خپل لومړنی راپور خپور کړ، چې په افغانستان او بهر کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان فوټبال فدارسیون په لومړیو کې دغه راپورونه ردکړل او ویې ویل چې په دې اړه د فوټبال له نړیوال فدراسیون سره په ګډه څېړنه کوي.

د لومړني راپور تر خپرېدو وروسته د فوټبال نړیوال فدارسیون او د افغانستان حکومت په دې اړه د څېړنو د پلېدو خبر ورکړ.

غني: په ورزشي بنسټونو کې دې د بداخلاقۍ ابعاد کنټرول شي

'فیفا' د افغان ښځینه فوټبال غړو د جنسي ځورونو ادعا څېړي

XS
SM
MD
LG