د لاس رسي وړ اتصالات

شکیب الحسن د آسیا جام په فاینل لوبې کې نشته


Bangladesh Afghanistan Cricket
Bangladesh Afghanistan Cricket

د بنګله دیش د لوبډلې تکړه توپ وهونکي او توپ اچوونکي شکیب الحسن ګوته چې پخوا ماته شوې وه، درد یې زیات شوی او بیرته هیواد ته ستون شوی. شکیب به د هند سره د آسیا جام د سالیو په وروستۍ یا فاینل لوبې کې نه وي.

د هند او بنګله دیش تر منځ د سږ کال آسیا جام سیالیو وروستۍ یا فاینل لوبه د جمعې په ورځ ده.

د بنګله دیش دغه تکړه لوبغاړی د پاکستان سره په مهمې لوبې کې هم نه و. بنګله دیش دغه لوبه د پاکستان نه وګټله او اوس به د جمعې په ورځ د هند سره لوبه کوي. د بنګله دیش د کرکټ بورډ رئیس اکرم خان وایي پوره کوښښ یې کاوه چې شکیب د پاکستان سره لوبې ته چمتو کړی خو د ګوتې درد یې دومره زیات و چې آن بیټ یې نشوی نیولی.

ښاغلي خان ویلي دي چې پدې تیرو څو ورځو کې د شکیب الحسن د ګوتې درد بیخي زیات شوی و او ښایي چې د راتلونکو څلورو یا شپږو اوونیو پورې لوبه ونشي کړی. د شکیب ګوته د همدې کال د جنوري په میاشت کې د سریلانکا سره په لوبې کې ژوبله شوې وه او پلان یې درلود چې عملیات یې کړي خو د آسیا جام د سیالیو لپاره یې خپل عملیات ځنډولي و.

د شکیب الحسن تر څنګ د بنګله دیش د تکړه او سر کرده لوبغاړي تمیم اقبال مړوند هم د آسیا جام په لومړنۍ سیالې کې مات شوی او وې نشو کړی چې په پاتې نورو لوبو کې برخه واخلي.

د بنګله دیش د لوبډلې پخواني کپتان شکیب الحسن چې د خپلې لوبدلې لپاره یې تر اوسه ۱۹۲ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې، ۶۹ ټیسټ او ۵۳ شل اوریزې لوبې کړیدي، اوس مهال د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د آلرونډرانو په لیست کې لومړی مقام لري. په کرکټ کې آلرونډر هغه لوبغاړي ته ویل کيږي چې هم توپ وهنه کوي او توپ اچونه.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG