د لاس رسي وړ اتصالات

شمسیه له کابل څخه د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت کانکور کمېټې د ۱۳۹۹ کال د کانکور پایلې اعلان کړې چې په وینا یې ۹۸ سلنه داوطلبان بریالي شوي دي.

د کانکور ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش نن پنجشنبه سپټمبر ۲۴ (تلې درېیمه) د کانکور د پایلو د اعلان پر مهال وویل د سږ کال کانکور تر ټولو جګه نمره د شمسیه په نوم د کابل ولایت اوسېدونکې وړې ده.

نوموړي د یادو پایلو د اعلان پر مهال شمسیه د ۳۵۳/۱۸۳ نمرو په تر لاسه کولو سره د سږ کال کانکور عمومي اول نمره اعلان کړه چې په وینا یې د کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوې ده.

د خموش په وینا په ترتیب سره د کابل ولایت دوه تنه نور اوسېدونکي نعمت الله د ۳۵۳/۱۳۳ نمرو په تر لاسه او محمد مجتبی د ۳۵۰/۰۶۱ نمرو په تر لاسه کولو سره هم د کابل طبي پوهنتون ته بریالي شوي دي.

همدارنګه په ترتیب سره توریالی له میدان وردګ ولایت څخه څلورم نمره، د کابل طبي پوهنتون.

احمد فواد له کابل ولایت څخه پنځم نمره، د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی.

زین العابدین له غور ولایت څخه شپږم نمره، د هرات طب پوهنځی.

احمد وثیق له کابل ولایت څخه اووم نمره، د کابل طبي پوهنتون.

نصیحه له کابل ولایت څخه اتم نمره، د کابل طبي پوهنتون.

او د فضل احمد په نوم له هرات ولایت څخه بل تن د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره لسم نمره د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ملي کمټې سرپرست وویل هغه کسان چې د لازمو نمرو په نه تر لاسه کولو سره د خپلې خوښې پوهنځۍ ته نه دي بریالي شوي، هغوی خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي دي.

هغه ونه ویل چې څومره کسان دولتي او څومره یې خصوصي پوهنتونونو ته بریالي شوي دي.

ټاکل شوې د سږ کال کانکور پنځه تنه بریالي کسان چې تر ټولو زیاتې نمرې وړي دي د کانکور کمېټې او نورو اړوند ادارو لخوا تقدیر شي.

د یادو پایلو تر اعلان مخکې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عباس بصیر خبریالانو ته وویل چې یاد وزارت د متقاضیانو له ډلې د ۱۰ سلنې څخه د زیاتو کسانو د جذبولو ظرفیت نه لري.

XS
SM
MD
LG