د لاس رسي وړ اتصالات

د شانگهای اتلسمه کلیزه ددې اونۍ آخرکې لمانځل کیږي


د هند هیئت د شانگهای د سا زمان په یوه غونډه کې د چین په بیجنگ کې اشتراک کوي؛ د مې ٢٢- مه ٢٠١٨ کال.
د هند هیئت د شانگهای د سا زمان په یوه غونډه کې د چین په بیجنگ کې اشتراک کوي؛ د مې ٢٢- مه ٢٠١٨ کال.

په روانه میاشت کې د شانګهای د همکاریو سازمان په چین کې غونډه کوي او ددی سازمان د تاسیس اتلسمه کلیزه هم لمانځي. د شنګهای غونډه د جون په نهمه او لسمه کیږي.

چین د پیل راهیسې ددې سازمان یو محرک قوت پاتې شوی دی. دغه سازمان د اقتصاد او انرژۍ په برخه کې نوي نوښتونه لري، او خپل ځان به سیمه ییزه او نړیواله کچه د بیلا بیلو هیوادونو یوه مجموعه بولي.

چین د یو مطبوعاتي دفتر په شمول ددې سازمان د غونډې لپاره تیارۍ پیل کړې دي او د اهمیت په اړه یې په پاکستان او کرغیزستان کې سفیرانو مر کې کړې دي.

دا څلورم ځل دی چې چین د شانگهای د همکاریو د سازمان د سرمشریزې کوربه توب کوي. د کنګداو په ښار کې د سرمشریزې غونډې مطبوعاتي دفتر به د ٣ زرو خبریالانو لپاره ځای ولري.

ددې غونډې د مخه په قرغیزستان کې د چین سفیر ژیاو قنغوا ویلي چې د شنګهايي سازماند سرمشریزې غونډې په درشل کې چین او قیرغستان په داسې حال کې یو نوی باب پرانیزي چې دواړو هیوادونو د یو کمربند او یوې لارې دنوښت په چوکاټ کې زیاتې بریاوې ترلاسه کړې دي.

په اتلسو کلونو کې شانگهای چټک مزل کړی دی، او هر کال یې سیاسي او اقتصادي قوت زیاتیږي. یو مثال یې هغه لویه لاره ده چې په رسمي توګه د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده. په دې اړه په قرغیزستان کې د چین سفیر ژیاو وایي د چین-قرغستان-ازباکستان د لویې لارې پروژه به ددې سیمې او د نورو سیمو او هیوادونو ترمنځ ارتباطات زیات کړي او په اقتصادي او تجارتي روابطو کې به ښه والی راولي.

ښاغلي ژیاو وویل چې دغه ډول دغه بریاوې د شنګهايي له روحیې سره تړلې دي، ځکه چې د شنګهايي سازمان د نړیوالو روابطو په اړه یوه نوې لاره لري.

په قرغزستان کې د چین سفیر ژیاو وايي مونږ باید همدا اوس د شنګهايي روحیه تعقیب کړو، ځکه چې دغه روحیه بشریت ته ګډ راتلونکې، یوه ټولنه او د نوي نړۍ د روابطو یو نوی ډول وړاندې کوي.

بل لوري ته په پاکستان کې د چین سفیر یاو جنګپه اسلام آباد کې د چین له مرکزي تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي دي باور لري چې د شنګهای له سازمان سره د پاکستان یوځای کیدل به د دواړو هیوادونو او دغه سازمان لپاره زیات فرصتونه برابر کړي.

په پاکستان کې د چین سفیر یاو جنګ وايي:"..زه فکر کوم چې د شنګهايي د همکاریو سازمان د سیمه ییز امنیت په اړه همکاریو ته زیات اهمیت ورکوي، ځکه چې ترهه ګري یوه نړیواله او سیمه ییزه ستونزه ده چې د نورو پراخې ونډې ته اړتیا لري. زه فکر کوم چې پاکستان په دې برخه کې مثبته ونډه اخیستلی شي.

د چین سفیر ویلي دي چې پاکستان د شنګهايي په سازمان کې نه یوازې ونډه اخیستلی شي، بلکه دغه سازمان به د چین او پاکستان د روابطو د پرمختیا لپاره یومشترک بنسټ تشکیلوي. جنګ همداراز وویل: مونږ باید د شنګهای روحیه تعقیب کړو چې د متقابل باور، متقابلو ګټو، متقابل درناوي او مساوي مشاورت د اصولو پر اساس نړیوال روابط جوړ کړو.

XS
SM
MD
LG