د لاس رسي وړ اتصالات

هبت الله اخندزاده: د شریعت پلي کول د طالبانو 'ترمرګه ذمه واري' ده


د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ددغه ډلې د بیاواکمن کېدو د دریمې کلیزې په مناسبت په وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت پلي کول د طالبانو "ترمرګه ذمه واري" ده.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په‌۲۴مه د کابل د نیولو ورځ په پوځي رسم ګذشت او غونډو جوړولو سره نمانځلې ده.

هبت الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ د کندهار په یوه هوايي اډه کې امنیتي پرسونل ته وویل: "وروڼو! دا زموږ ذمه واري ده، د دین خدمت، د شریعت حاکمیت زموږ ترمرګه پورې ذمه واري ده. دا موقته ذمه واري نده."

د هغه دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

اخندزاده وویل: " ترڅو پورې چې ژوندي یو، د الله د دین د الله د شریعت حاکمیت به په ځانو کې او په نورو کې راولو." د طالبانو د مشر دا څرګندونې په داسې حال کې خپریږي چې نوموړی تقریبا هیڅکله په عام محضر کې نه دی څرګند شوی.

هغه زیاته کړه: "تراوسه پورې خو ښه کامیابي روانه ده. اسلامي نظام دی، شریعت حاکم دی او د مسلمانانو حقوق محفوظ دي. امن دی صلح ده... د اسلامي نظام او شریعت لپاره کار روان دی او اسلامي نظام ورځ تر بلې محکم کیږي."

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د لویدیځ ملاتړ لرونکي جمهوري نظام له ړنګېدو راهیسې، اخندزاده د کندهار له ولایت څخه د طالبانو مشري کوي او له اسلام څخه د یو سخت لید پر اساس یې یو لړ فرمانونه صادر کړي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم دولت او یا نړیوال سازمان لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی، چې یو مهم لامل یې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ښودل کیږي، د طالبانو هغه تګلاره چې ملګرو ملتونو "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG