د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې شپږ بوټان په اتو ملیون ډالرو وپلورل شول


مایکل جورډن دا بوټان د شیکاګو بولز لوبډلې یو اجرائیوي مشر ته ورکړي و.
مایکل جورډن دا بوټان د شیکاګو بولز لوبډلې یو اجرائیوي مشر ته ورکړي و.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د باسکټبال لوبې یو نوموتي پخواني لوبغاړي شپږ بوټان جمعه فبروري دویمه (سلواغې ۱۳) په لیلامۍ کې په اتو ملیون ډالرو وپلورل شول.

تر دې وړاندې هیڅکله د یو لوبغاړي بوټان په دومره لوړ قیمت نه و پلورل شوي.

دې لوبغاړي مایکل جورډن چې د شیکاګو بولز په نامه د باسکټبال په لوبډلې یې کې لوبه کوله دا بوټان یې د باسکټبال لوبې په شپږو اتلولیو کې په پښو کړي و.

د Air Jordan په نامه دا شپږ بوټان د باسکټبال لوبې پخواني لوبغاړي مایکل جورډن په ۱۹۹۱، ۱۹۹۲، ۱۹۹۳، ۱۹۹۶، ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸ میلادي کالونو په ورستیو یا فاینل لوبو کې په پښو کړي و چې لوبډلې یې شپږ واړه اتلولۍ ګټلې وې.

د سټوبي په نامه د بولۍ شرکت یو مسؤل براهم واچټر ویلي چې دا بوټان نه یوازۍ په نړۍ کې د نومتي لوبغاړي مایکل جورډن تل پاتی اغیر څرګندوي بلکې دا هم ښیي چې هغه یو ښکاره افسانوي لوبغاړی و.

د سټوبي شرکت د دې بوټانو پیرودونکی ندی په ډاګه کړی او د پلورونکي په هکله یې یوازې دومره ویلي چې په امریکا کې "شخصي ارزښتناکه شیانو ټولونکی" ښودلی.

مایکل جورډن د باسکټبال لوبې یو افسانوي لوبغاړی دی.
مایکل جورډن د باسکټبال لوبې یو افسانوي لوبغاړی دی.

مایکل جورډن خپل دا بوټان د شیکاګو بولز لوبډلې یو اجرائیوي رئیس ته ورکړي و چې د ډېرې مودې لپاره یې د دې ټیم سره کار کاوه.

ښاغلي جورډن د لومړي ځل لپاره خپل یو بوټ په ۱۹۹۱ کال کې دې اجرائیوي رئیس ته چې نوم یې ندی یاد شوی، وروسته تر هغه ورکړ چې د باسکټبال لوبې اتلولي یې وګټله.

د بولۍ پر وخت د مایکل جورډن انځورونه هم نندارې ته ایښودل شوي و چې هغه پکې یوازې یو بوټ پداسې حال کې په پښو کړی و چې د اتلولۍ بری یې لمانځله.

مایکل جورډن پنځه ځلې تر ټولو د ارزښتناک لوبغاړي جایزه ګټلې وه او دوه ځلې د المپیک په سیالیو کې د سرو زرو مډال هم ګټلی و.

هغه د باسکټبال په لوبې کې دومره ستر نوم ګټلی و چې د متحده ایالاتو باسکټبال ملي اتحادیې کمیشنر ډیوډ سټیرن په ۱۹۹۲ کال کې ویلي و چې "جورډن هغه اصول دي چې د باسکټبال په لوبې کې غوره والی پرې اندازه کیږي".

مایکل جورډن د ۱۹۸۰ په لسیزه کې په امریکا کې د Nike په نامه د بوټانو جوړولو شرکت سره د Air Jordan په نامه د بوټانو جوړول پیل کړل.

یوه جوړه بوټان چې مایکل جورډن د باسکټبال ملي اتحادیې سیالیو په پای لوبې کې په ۱۹۹۸ کال کې اغوستي و، تیر کال د اپریل په میاشت کې په بولۍ کې په ۲.۲ ملیون ډالرو وپلورل شول. تر دې وړاندې هیڅکله یوه جوړه بوټان په دومره لوړ قیمت نه و پلورل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG