د لاس رسي وړ اتصالات

ساینس پوهان د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره ستلایت کاروي


د امریکا د فضایي تحقیقاتو د ادارې د سمندري څیړنو یوه ستلایت
د امریکا د فضایي تحقیقاتو د ادارې د سمندري څیړنو یوه ستلایت

ساینس پوهان کوښښ کوي چې د سټلایټ نه په استفادې د هغو ساري ناروغېو په اړه له مخکې نه خبرداری ورکړي چې د حشراتو په وسیله د نړۍ په ځینو برخو کې خپریږي او انسانان او څاروي پرې یو شان اخته کیږي.

په یو شمیر هغو هیوادونو کې چې ډیرې روغتېایې اسانتېاوې نه لري معمولا انسانان او څاروي په داسې ساري ناروغیو اخته کیږي چې د حشراتو په وسېله خپریږي.

ددې ډول ساري ناروغیو د علاج یوه بهتره لاره به دا وي چې په خپل وخت واکسین وشي او مضر حشرات نابود کړای شي. مهمه او بنیادي پوښتنه داده چې خلک څنگه پوه شي چې حشرات کله حمله کوي؟

ددې ډول ساري ناروغیو یوه خطرناکه ناروغي دRift Valley تبه ده چې په افرېقا او د عربستان په ټاپو وزمي کې یې غوماشي انسانانو او څارويو ته خپروي او سم علاج یې تراوسه نه دی موندل شوې.

هغه ناروغان چې ددې ناروغۍ شدیدې نښې نښانې ولري د ژوندي پاتی کېدو چانس یې یواځې پنځوس په سلو کې وي.

سائنس پوهان واېی چې واکسین گټه رسوي خو په دې شرط چې د ناروغۍ له خپرېدلو مخکې وشي.

کینیایې سائنس پوه اصف انېامبا له سټلائټ نه په استفاده د یو شمیر پوهنتونونو او د فضایي څیړنو د مرکزونو له ساینس پوهان سره ېو ځای د امریکې د ناسا د فضایي پلټنو دGoddard Space Flight Center په مرکز کې کارکوي.

هغه وایې چې د فضایې تصویرونو له مطالعې نه ورته په تصادفي توگه په زړه پورې تازه معلومات په لاس ورغلل "مونږ یو شئ ولیده او هغه دا چې د Rift Valley تبه زیاتره په ختیځه افریقا کې دEl Nino په نامه د یوې اقلیمي پدیدې په زمانه کې خپره شوې وه.El Nino او La Nina دوه داسې اقلیمي پدیدې دي چې د ارام سمندر او د هند سمندر د گرمیدلو او سړیدلو سبب کیږي، موسم بدلون مومي او کله چې اورښت زېات شي د هغوحشراتو د فعالیت لپاره زمینه مساعدیږي چې انسانان او څاروي دRift Valley په تبه اخته کوي."

دا پروگرام چې لگښت یې د امریکا د دفاع د وزارت روغتېایې اداره، د روغتېا نړېوال سازمان WHO، او ناسا په گډه ورکوي د مختلفوهیوادونو ساینس پوهان په کې کارکوي او په ٢٥ هیوادونو کې د ساري ناروغیو د حشراتو د حملو د دقېق وخت په اړه معلومات برابروي.

لاس ته راغلي معلومات د امریکا د زراعت د وزارت او د امریکا د ویتنرۍ او انټیمولوجي د روغتیایي مرکز په ویب پاڼو کې هم خپریږي.

XS
SM
MD
LG