د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: طالبانو د افغانستان نیمایي نفوس په 'کورني حبس' کې بند کړی


طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پر افغان میرمنو سخت قیودات وضع کړی دی 
طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پر افغان میرمنو سخت قیودات وضع کړی دی 

سیګار د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) په یو راپور کې ویلي سره له دې چې طالبانو د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس په "کورني حبس" کې راوستی امریکا له افغانانو او افغان مهاجرینو سره اته میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدو ایالتونو د سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل تجدید شوي راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې استولی ویلي‌ دي، وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یووار بیا پر افغانستان واکمن شول، د نجونو او میرمنو د لاسته راوړنو لویه برخه چې په تیرو شلو کلونو تر لاسه شوې وه، له منځه ولاړه.

سیګار په خپل راپور کې ویلي چې طالبانو د فرامینو له لارې میرمنې په هدفمند شکل له "عمومي ژوند څخه حذف" کړي ځکه نجونې یوازې تر شپږم ټولګي زده کړي کولی شي او تر هغه پورته د تحصیل اجازه نلري.

سیګار زیاته کړې چې اوسمهال افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې " له متوسطه ښوونځي پورته پوهنتونونو ته د نجونو تګ ناقانونه دی."

په راپور کې زیاته شوې چې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د میرمنو او نجونو په منع کیدو سربیره، طالبانو له کور څخه بهر د نجونو او میرمنو له خوا د کارونو د رامنځ ته کیدو فرصتونه هم اخیستي‌ دي.

د سیګار د راپور له مخې:" خلاصه، طالبانو د افغانستان نیمایي وګړي په کورني حبس کینولي دي." سیګار د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دورې ته په اشارې ویلي دي چې، میرمنې یوځل بیا له عمومي فضا څخه منع شوي دي.

آیا له افغانستان سره د امریکا مرستې دوام کوي؟

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدو ایالتونو د سرمنفتش دفتر په دې راپور کې ویلي دي چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، متحده ایالات د افغانستان له خلکو او افغان مهاجرینو سره د ستر تمویل کوونکي هیواد په توګه پاتې شوي دي او د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې یې څه باندې اته میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

په دې مرستو کې څه باندې دوه میلیارده ډالره په افغانستان کې د بشري او پراختیایي مرستو او ۳.۵ میلیارده ډالره د افغانستان د پولي امانت صندوق ته ورکړل شوي دي. د متحدو ایالتونو حکومت د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۴ نیټه اعلان وکړ چې د افغانستان د کنګل شویو پيسو څخه به ۳.۵ میلیارده ډالره په سویس کې د پولي امانت صندوق ته وسپاري څو د افغانستان د اقتصاد له ښه والي سره مرسته وشي.

د سیګار د راپور له مخې، پر دې سربیره، متحدو ایالتونو د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره ۲.۷ میلیارده ډالر ځانګړي کړي څو د هغو افغانانو مصارف ورکړل شي چې له افغانستان څخه تخلیه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، د طالبانو له خوا پر میرمنو لګیدلو محدودیتونو ته په کتو، جدي پوښتنه داده چې آیا امریکا به د طالبانو په واکمني کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي که نه؟

د سیګار د راپور له مخې:"د سیګار قضاوت دادی چې د طالبانو رژیم د میرمنو په وړاندې محدودیتونه بنسټیز کړي دي او دا مهمه پوښتنه مطرح کوي چې آیا امریکا کولي شي پرته له دې چې طالبانو ته ګټه ورسیږي، له افغانستان سره خپلې مرستې ترسره کړي؟"

سیګار ددې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې امریکا باید په دې اړه "څو واقعیتونه په پام کې ونیسي."

لومړی دا چې امریکا اوسمهال په افغانستان کې د بشري مرستو ستر تمویلونکی هیواد دی؛ خپلې مرستې د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان خلکو ته رسوي او د ملګرو ملتونو مرستې نغدو پيسو ته اړتیا لري‌ چې هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالره له نیویارک څخه کابل انتقالیږي.

دویم دا چې له افغانستان سره د متحدو ایالتونو بشري مرستې څه ماهیت ولري او بل هر ډول مرستې ښایي په ناغوښتي شکل طالبانو ته په ملي او نړیواله کچه مشروعیت ورکړي.

سیګار زیاته کړې، بل مهم ټکی دادی چې امریکا یې باید په پام کې ونیسي دادی چې طالبانو په افغانستان کې میرمنې په پراخ شکل له عمومي ژوند څخه بې برخې کړي دي او د هغوی دا کار ددې لامل شوی چې اړمنو کسانو ته بشري مرستې ونه رسیږي.

سیګار د ملګرو ملتونو د راپور په حواله ویلي دي چې د افغانستان د وګړو له دریو څخه دوه برخې او یا هم ۲۸.۳ میلیونه وګړي د ملګرو ملتونو خوراکي مرسته ته اړتیا لري.

سیګار زیاته کړې دا مشخصه نده چې د مرستو څومره برخه اړمنو کسانو ته رسیږي او هیڅ ضمانت نشته چې د مرستو مهیا کیدل او یا هم دریدل به د طالبانو چلند بدل کړي.

XS
SM
MD
LG