په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کیدو په مناسبت د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي رئیسې میرمن سیما بحوث په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو په دغه دوه کلنه واکمنۍ کې د افغان میرمنو او نجونو په بشري حقونو باندې بشپړ، سیستماتیک او په بې ساري ډول بریدونه کړيدي.
میرمن بحوث د سه شنبې په ورځ اګست ۱۵ ( زمري ۲۴) په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسو د بدلولو لپاره دې خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.
میرمن بحوث ویلي، چې طالبانو ددوو کلنو په موده کې د ښځو او نجونو د حقونو محدودولو لپاره پنځوس فرمانونه او حکمونه صادر کړي، چې په کې د ښځو د ژوند د ازادیو په برخه کې هیڅ داسې برخه نه ده پاتې چې پرې محدویت نه وي لګیدلی.
میرمن بحوث ویلي:" هغوی پر ښځو باندې د ډله ییز ظلم یو داسې سیستم رامنځ ته کړی، چې په سمه او پراخه توګه جنسیتي تبعیض په کې په پام کې نیول شوی دی".
نن د سه شنبې په ورځ د اګست ۱۵ ( زمري ۲۴) په افغانستان کې بیا واک ته د طالبانو د رسیدلو دوه کاله پوره شو.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې په لومړي اقدام د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې نجونې له زده کړو منع کړې اوپه دولتي ادارو کې د پوهنې او عامې روغتیا د سکټورونو پرته د کارکولو څخه بندې کړې.
دا بندیزونه نه یوازې لغوه شوي نه دي، بلکې ډیر پراخه شوي هم دي.
میرمن بحوث ویلي، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ښځو کار د افغان میرمنو سره ددغې ادارې د اړیکو پورې تړاو لري.
د ملګروملتونو د ښځو د چارو دغې لوړپوړې چارواکې د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې افغانستان ته د خپل سفر یادونه کړې او ویلي دي ددغه سفر پر مهال د افغان میرمنو سره د طالبانو د چلند په اړه په مخامخ خبرې کړې دي. میرمن بحوث ویلي، چې د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول ښځې د طالبانو د اقداماتو په پایله کې په ټولنه کې د ګډون څخه محرومې شوې دي.
میرمن بحوث ویلي: " هغوی زمونږ خویندې دي. هغوی ځوریږي. مونږ نشو کولی او باید دا و نه منو. دا باید سمدسي پای ته ورسیږي".
د ملګروملتونو د ښځود چارو دغې تر ټولو لوړ پوړې چارواکې ویلي، چې د ګواښونو سره سره افغان میرمنو ورته ویلي، چې " دوی به تسلیمي نشي. هغوی به د ظلم پر وړاندې د مبارزې رهبرۍ ته دوام ورکړي. هغوی د دښمنۍ په چاپیریال کې د سرغړونو په اړه غږیږي، د ژوند د ژغورنې لپاره خدمات وړاندې کوي، کاروبار مشري کوي اوپه کې بوختې دي. د هغوی زړورتیا مونږ اقدام ته وهڅوي د هغوی عزم بیا تازه کول یو مثال کیدلی شي."
د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي رئیسې میرمن سیما بحوث ټولو اړوندو خواو غوښتي، چې د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره دې ملګروملتونو ته لاسونه ورکړي او د هغوی غږونه ، لمړیتوبونه او سپارښتنې دې وارزوي او هغو خدماتو ته دې بودیجه برابره کړي، چې افغان میرمنې ورته سخته اړتیا لري.
سیما بحوث ویلي:" زه د نړیوالې ټولنې څخه غواړم، چې د بدلون لپاره افغانستان ته د بشري مرستو د برابرولو غوښتنې ته د ځواب ویلو په ګډون خپلو فشارونو ته دې د هرې لارې، چې دوی ته ممکنه وي دوام ورکړي."
همداشان میرمن بحوث د طالبانو د حکومت څخه هم غوښتي، چې د خپلو اقداماتو له امله افغانستان ته اوس او په راتلوونکي کې د پیښیدونکي زیان په رسیدلو دې غور وکړي. میرمن بحوث په دغه اعلامیه کې یو ځل بیا افغان میرمنو او نجونو سره د ملګروملتونو د تعهداتو یادونه کړې ده.
د بشري حقونو د سازمان یوې چارواکې غبرګون
د بشري حقونو د سازمان څیړونکې میرمن فرشته عباسي، افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو د دوو کلنو پوره کیدو په مناسبت په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې افغانستان تر ډیره د نړیوالو رسنیو له پامه غورځیدلی دی، خو لا هم ددغه هیواد خلک د ستربشري ناورین سره مخ دي.
میرمن عباسي ویلي، چې د افغانستان د نفوس له دریو برخو څخه دوه برخې یې د خوړو نه مصؤنیت سره مخ دي، په سلګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي او ددغه هیواد ښځې او نجونې د ګواښ سره مخ دي.
میرمن عباسي ویلي، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوي، چې په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کې د لومړني بحران د پیښیدو سبب شو.
خو میرمن عباسي ویلي، چې د طالبانو د چارواکو په پرله پسې ډول مخ په زیاتیدونکي د ځپلو اقداماتو لکه د ملګروملتونو او غیر دولتي ادارو کې ښځې او نجونې له کارڅخه منع کول بشري وضعیت لا ترینګلی کړی دی.
میرمن عباسي هم ویلي، چې نړۍ باید طالبان د ښځو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د پای ته رسولو تر وخته د فشار لاندې ونیسي او د بشري مرستو اندازه زیاته کړي. میرمن عباسي ویلي، چې د بشري مرستو کمیدل به لوږه زیاته کړي او خلک به لا د لوږې سره مخ کړي.
د طالبانو حکومت تراوسه د ملګروملتونو د ښځو د چارو د مشرې او هم د بشري حقونو د څار سازمان چارواکې میرمن عباسي دغو څرګندونو ته غبرکون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي و، چې د طالبانو حکومت د ښځو ټولو حقونو ته د شریعت په چوکاټ کې ژمن دی.
فورم \ دبحث خونه