د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلنډۍ سندرغاړې مسلمانه شوه


مشهوره ایرلنډۍ سندرغاړې شینید اوکانر
مشهوره ایرلنډۍ سندرغاړې شینید اوکانر

مشهورې ایرلنډۍ سندرغاړې شینید اوکانر، اعلان کړی دی چې د اسلام دین یې منلی او خپل نوم یې "شهاده دیویټ" ته اړولی دی.

میرمن شینید اوکانر په خپل ټویټر پاڼه د اکتوبر په ١٩ لیکلي چې "اعلان کوم او ویاړم چې مسلمانه شوې یم."

دغه ایرلنډۍ سندرغاړې همداشان ویلي دي چې اسلام ته مخه کول "د هر هغه هوښیار شخص د سفر طبیعي نتیجه ده چې الهیاتو ته یې مخه کړې. اسلام داسې یو دین دی چې نور مقدس کتابونه په کې تکرار شوي."

میرمن شینید اوکانر په خپل ټویټر پاڼه او یوتیوپ کې یوه ویدیو هم خپره کړې او آذان یې پکې لوستی دی.

دغه هنرمندې ویلي دي چې سل ځلې به آذان تمرین کړي او په ښه قرائت سره به یې خپور کړي.

میرمن شینید اوکانر، ۵۱ کلنه ده او د سندرو لومړنی البوم یې د "The Lion and the Cobra " په نوم په کال ۱۹۸۷ میلادي کې بازار ته وړاندې کړی و.

د هغې دوهم البوم په ۱۹۹۰ لسیزه کې د"I Do Not Want What I Haven't Got" په نوم خپور شو او د زیات شمیر خلکو پام یې ځانته راواړوه.

XS
SM
MD
LG