د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د افغان کډوالو په ګډون د پناه‌غوښتونکو یوه بیړۍ ډوبه شوې


انځور له آرشیف څخه
انځور له آرشیف څخه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترکیې په وان ښار کې د پناه‌غوښتونکو یوه بیړۍ په اوبو کې ډوبه شوې او یو شمیر افغان کډوال په کې مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد د چهارشنبې په ورځ د جولای اتمه (چنګاښ ۱۸) خبریالانو ته وویل په دې بیړۍ کې تر اتیا تنه سپاره وو، چې یوازې د بیړۍ چلوونکی په کې ژوندی پاتې دی او نور ټول مسافر مړه شوي دي.

ښاغلي هېواد زیاته کړه چې په انقرې کې د افغانستان سفارت سیمې ته یو پلاوی استولی ترڅو د پېښې څرنګوالی وڅیړي.

هغه وویل: "درې‌ کسیزه پلاوی چې همدا اوس د پېښې په ځای کې دی د ترکیې جمهوري د پلټونکې، ژغورنې او څیړنې ډلې سره په ګډه پېښه تعقیبوي... تراوسه ۱۳ جسدونه موندل شوي خو له دې امله چې د زیاتې مودې لپاره په اوبو کې پاتې وو د پیژندلو وړ نه دي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خلکو څخه وغوښتل که چیرې د کورنۍ غړي او خپلوان یې د قُربانیانو په ډله کې شامل وي نو د هویت اسناد او انځورونه یې په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارتاو یا په په ترکیې او ایران کې د افغانستان له سیاسي استازولیو سره شریک کړي.

ښاغلي هېواد وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ترکیې له دولت سره په همغږۍ د افغان پناه‌غوښتونکو جسدونه د هویت له تشخیصولو وروسته افغانستان ته انتقال کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له هغو افغانانو څخه چې په سختو لارو او په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته ځي وغوښتل چې په دې لارو باندې له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د دې قضیې په تړاو د ترکیې پولیسو تر اوسه ۱۱ تنه نیولي دي.

په افغانستان کې جګړه او ناامني، فقر، بیوزلي او خراب اقتصادي وضعیت له دغه هېواد څخه بهر ته د افغانانو د کډوالۍ عمده لاملونه بلل کېږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو په اساس، دا مهال څه باندې ۱۲۰ زره افغان پناه‌غوښتونکي په ترکیې کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG