د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان کې داسې ماسک جوړ شوی چې د ژباړن کار هم کوي


د ډوناټ روباټیکس کمپنۍ لخوا جوړ شوی ماسک جاپاني ژبه نورو ژبو ته ژباړي
د ډوناټ روباټیکس کمپنۍ لخوا جوړ شوی ماسک جاپاني ژبه نورو ژبو ته ژباړي

په جاپان کې د ډونټ روباټیکس په نامه د ټکنالوژۍ یوې کمپنۍ د لومړي ځل لپاره داسې یو ماسک جوړ کړی چې کاروونکي ته د ټولنیز واټن د مراعت کولو تر څنګ د نورو ژبو په ژباړې کې هم مرسته کوي.

دغه ماسک چې (C-Face) نومیږي د موبایل د یو اپلیکیشن د لارې د کاروونکي خبرې ځیرک تیلیفون ته لیږدوي او پداسې حال کې د خلکو تر منځ د افهام او تفهیم شرایط برابروي چې تر منځ یې د لسو مترو فاصله هم مراعت شي.

د ماسک جوړونکي وایي دغه ماسک چې ډیر کم وزن لري، په ځانګړي ډول د ډاکټرانو لپاره ګټور دی ځکه هغوي غواړي د خپلو مریضانو سره د ټولنیز واټن په مراعت کولو د نږدې نه وګوري.

دغه ځیرک ماسک کولی شي جاپاني ژبه انګلیسي، کوریایي او نورو ژبو ته وژباړي.

د ماسک جوړونکي وایي دا ماسک حتی د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د بندیزونو د لیرې کیدو نه وروسته هم ګټور ثابتیدی شي.

ټاکل شوې چې دا ماسک د بل کال د فبروري په میاشت کې د پلور لپاره بازار ته وړاندې شوي او د یو ماسک بیه به ۴ زره جاپاني ین یا ۴۰ امریکایي ډالره وي.

د ډونټ روباټیکس کمپنۍ د دې ځیرک ماسک د جوړولو لپاره تقریباً ۱۰۰ ملیونه جاپاني ین بسپنه راټوله کړې وه. دا کمپنۍ وایي د ماسک د جوړولو هدف یې دا دی چې د کرونا وبا پر مهال د خلکو ژوند آسان کړي.

XS
SM
MD
LG