د لاس رسي وړ اتصالات

واورو د کابل - کندهار لویه لار بنده کړې


د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د واورو او باران اورښت د تیرې پنجشنبې د ورځې پیل شوی دی.
د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د واورو او باران اورښت د تیرې پنجشنبې د ورځې پیل شوی دی.

افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د تیرې پنجشنیې په ورځ ( مرغومی دولسمه) د واورو او باران اورښت پیل شوی، چې لا هم په یو شمیر ولایتونو کې دوام لري؛ د وارو اورښت د کابل او یو شمیر ولایتونو ترمنځ لارې هم بندې کړي دي.

د درنو واورو د وریدو له کبله د کابل – کندهار لویه لاره هم د مسافر وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

په کندهار کې د ټرانسپورتي اتحادیو مسئولین وايې چې د زابل، غزني او میدان وردګ ولایتونو په اړوند سیمو کې د کابل – کندهار پر لویه لار درنې واورې پرتې دي چې له کبله يې د موټرو تګ راتګ له پرون سهار راهیسې دریدلی دی.

په کندهار کې د احمدشاه بابا ابدالي بس ټرانسپورت مرستیال ډاکتر احمدالله امریکا غږ ته وويل، چې د دوی ٢٥ مسافر وړونکي موټر تر ٢۴ ساعتو وروسته نن سهار کابل ته رسیدلي دي.

ښاغلي احمدالله وویل، چې دغو مسافر وړونکو موټرو پرون له کندهار څخه حرکت کړی و او د شلو ساعتو لپاره په واورو کې بند پاته وو.

دغه راز په کندهار ښار کې د کابل د مسافر وړونکو وسایطو په اډه کې تر زرو زیات مسافر د لارې خلاصون ته منتظر پاته دي.

د کابل – کندهار د لويې لارې پر سر د امنیتي ستونزو له کبله تر پنځوس زیات پلونه او پلچکونه د تیرو څو کالو په موده کې تخریب شوي چې د اورښت پر مهال د سیلابونو د را وتلو له کبله تګ راتګ د ستونزو سره مخ کوي.

بلي خواته د زابل په مرکز کلات کې د وارو وریدو له کبله یو کور نړیدلی، چې له امله یې ۳ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي امریکا غږ ته وويل، چې په مړو شویو کسانو کې یوه مېرمن، یو تنکی ځوان او یوه نجلۍ شامله ده.

د کابل – سالنګ لار

د سالنګ د لارې د ساتنې او مراقبت اجرائیوي مدیر سمیع الله ولیزاده وايي، چې په شمالي سالنګ کې د واورو توفان شدت کم شوی او د واورې اورښت دریدلی دی او هم په جنوبي سالنګ کې د واورې اورښت کم شوی دی.

خو ښاغلی ولیزاده وايي، دا لویه لار د ټریلري وسایطو پرته د نورو وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.

سالنګ لویه لار کابل د شاوخوا نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي.

د مرکزي ولایتونو ترمنځ لارې بندې شوي

په میدان وردک، دایکنډي او بامیان ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي وايي، د سختو واورو اورښت د دغو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ لارې تړلې دي.

همداشان د وارو اورښت له امله د بامیان او کابل ترمنځ لویه لار د حاجګګ په غاښې کې د یکشنبې د ورځې راهیسې د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، د لارو د پرانیستلو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG