د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په نهو ولایتونو کې د واورې ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د درندې واورې، بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو خبر ورکړی دی.

دغه ادارې د شنبې په ورځ جنورۍ اتمه (مرغومې ۱۸) ویلي چې په دغه ولایتونو کې خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، پنجشېر، نورستان، بدخشان او جنوبي او شمالي سالنګونه هم شامل دي.

د هوا پيژندې ادارې د معلوماتو په اساس په یادو ولایتونو کې له بارانونو سره هم مهاله د سېلابونو را وتلو احتمال هم شته.

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي متره او د واورې اندازه یې له ۱۵ څخه تر ۳۰ سانتي متره پورې اټکل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو څو ورځو راپدېخوا په جنوبي او شمالي سالنګونو کې واوره جریان لري. د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست د مسؤلینو په وینا اوس مهال یې د واورې پاکولو عملیات پيل کړي، خو په خبره یې په سیمه کې سخت طوفان جریان لري.

د یادې ادارې په وینا اوس مهال د سالنګونو لار د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې او یوازي هغو موټرو ته اجازه ورکول کیږي چې ژمني وسایل لکه چین (ځنجر) له ځان سره ولري.

پر همدې مهال د افغانستان د فواید عامې وزارت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د غور ـ هرات او غور ـ کابل ترمنځ د لویې لارو په اوږدو کې نرمه واوره جریان لري او د بندبایان او سبزه وار تلخک مسیرونه دتېزې واورې له کبله بند شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د قراردادي شرکتونو لخوا د دغه لارو د بیرته خلاصولو او واوري پاکولو عملیات پيل شوي دي.

پر همدې مهال د فواید عامې وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق شناس امریکا غږ ته وویل چې بامیانو د پنجاب او کرمان او د دایکندي ولایت پاطو ولسوالۍ لارې د واورې ورېدو له امله بندې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د بدخشان ولایت د راغستان، کوهستان، ارغنجخوا، یفتل او خاش ولسوالۍ لارې هم د واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي، خو په خبره یې د خلاصولو عملیات یې روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړیوالې ټولنې او نړیوالو خیره بنسټونو څخه وغوښتل چې د ژمې په رارسېدو سره د افغانستان خلک هیر نکړي او مرستې ورسره وکړي.

ښاغلي برادر زیاته کړې چې طالب سرتیري باید د طبیعو پېښو سره د مبارزې وزارت، سرې میاشتې او کډوالو او ستنېدونکو وزارت سره په همغږۍ د حوادثو پښېدو په صورت کې د خلکو بشپړه خدمت وکړي.

XS
SM
MD
LG