د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګونو لار د بار وړونکو موټرو پر مخ بنده شوې


د افغانستان د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وايي، له تېرې شپې راپدېخوا په شمالي او جنوبي سالنګونو کې واوره پیل شوې ده.

دغه ریاست د جمعې په ورځ د نومبر پر ۱۵مه«لړم۲۴مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د واورې اورېدو له امله یې نن سهار پر یادې لار د لنډ وخت لپاره د لویو بار وړونکو موټر تګ راتګ بند کړی دی.

بیان وايي، چې تېره شپه د تېزو بادونو او توپانونو له امله د سالنګونه ۹ کیلو متره ساحه 'یخي' نیولې، چې له امله یې پر دغه لار د موټرو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی.

د سالنګونو د ساتنې او څارنۍ ریاست وايي، چې اوس مهال په سالنګونو کې د واورې اندازه ۲۰ سانتي متره ته رسېږي او همدارنګه تر نورو ۲۴ ساعتونو پورې د واورې اورېدو اټکل هم شوی دی.

دغه ادارې له ټولو موټر چلوونکو څخه غوښتي، چې پر یاده لار د تګ راتګ پر مهال ټول اړین وسایل له ځان سره ولري.

د سالنګونو لویه لار چې د افغانستان نهه شمالي ولایتونو له کابل سره نښلوي، د حلقوي سړک له مهمو لارو څخه ده.

دغه لار هر کال په ژمې د واورې اورېدو له امله د لنډ مهال لپاره د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.

XS
SM
MD
LG